د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي له هند سره جنگ نه غواړو


په داسې حال کې چې د هند او پاکستان تر منځ د ممبئ د حملو پر سر تاوتریخوالی ډیر زیات شوی دی، د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني ویلي، له خپل گاونډي هیواد هند سره جگړه نه غواړي.

د ښاغلي گیلاني خبرې پر تلویزیون باندې خپرېدې. هغه وویل، له هند سره دوستانه اړیکې غواړي او هیڅکله به لومړی گوزار ونکړي خو که حمله ورباندې وشي نو له ځان څخه به دفاع وکړي.

پاکستان پرون خپل په زرگونو عسکر د هند د سرحد په لور وخوځول. هند تور لگولی چې پاکستان جگړې ته لمن وهي.

امریکايي او روسي مقاماتو پر دغو دواړو ملکونو غږ وکړ چې د جنجال د زیاتېدو مخنیوی وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن وویل چې ماسکو له دې آمله سخت خواشینی دی چې هند او پاکستان پر مشترک سرحد باندې خپلو عسکرو ته د تیارسئ امر کړی دی.

عیني شاهدان وايي، په قبایلي سیمو کې د پاکستان ډیر عسکر چې د افغانستان سرحد ته نږدې یې د القاعده او طالبانو په خلاف عملیات کول اوس د هند د سرحد لور ته انتقال شوي دي.

د پاکستان پوځ همدارنگه د عسکرو رخصتۍ ځنډولي او هوايي او ځمکنیو قواوو ته یې د تیارسئ امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG