د لاس رسي وړ اتصالات

غزه کې د اسرائیلو بمبارئ ٢٠٠ تنه وژلي


د فلسطین طبي چارواکي وايي، اسرائیلو د غزې په تړانگه کې د حماس د گوند پر مرکزونو هوايي حملې کړي دي او لږ تر لږه ٢٠٠ تنه وژل شوي دي.

پر تلویزیون باندې د حماس پهکنترولسیموکېپر ځمکې پراته مړي ښودل کیږي چې پوځي لباسونه یې پر تن دي. په پیښه کې د غزې د پولیسو قومندان توفیق جبار هم وژل شوی دی.

چارواکي وايي، لږ تر لږه ٢٠٠ تنه ټپي شوي دي.

د اسرائیلو پوځ په غزه کې د حماس پر مرکزونو باندې هوايي بمباري تائید کړې ده او د اسرائیلو د دفاع وزیر ایهود بارک خبرداری ورکړی چې دغه حملې به دوام ولري.

د حماس ډلې خبرداری ورکړی چې ددغو حملو کسات به اخلي او د اسرائیلو پر جنوب یې توغندي راکټونه وار کړي چې یو اسرائیلی پکې وژل شوی دی.

د اسرائیلو او حماس تر منځ تاوتریخوالی تیره هفته هغه وخت زیات شو چې د دوی تر منځ یو شپږ میاشتنی اوربند مات شو. اسرائیلو پر غزې باندې له هغه یوه ورځ وروسته هوايي بمباري وکړه چې دوی وویل له غزې څخه ورباندې د راکټونو او هاوانونو ډزې شوي دي او د انتقام اخیستلو غږ یې کړی و.

د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس چې د حماس د ډلې مخالف دی، د اسرائیلو هوايي بمباري غندلې او د سولې د ټینگولو غږ یې کړی.

مصر ویلي له غزې سره یې خپل سرحد پرانیستی چې د پیښې ځینې ټپیان د علاج لپاره دغه ملک ته ور وړل شي.

XS
SM
MD
LG