د لاس رسي وړ اتصالات

انتحاري بم چونکی په خوست کې ١٦ تنه وژلي


افغان چارواکی وایی چی یوه ځان مرگی د خوست په ولایت کی په یوه ابتداییه ښونځی کی ځان په بم کی الوزولی دی، لږتر لږه ١٦ تنه یی وژلی او ٥٨ تنه یی زخمی کړی دی.

پولیس وایی چی په وژل شوو کسانو کی څلور ماشومان او دوه امنیتی منسوبین شامل و.

چارواکی وایی ځان مرگی غوښتل چی په ولسوالی کی په یوه روانه غونډه باندی حمله وکړی، خو کله چی مخه یی ونیول شوه نو بم یی مخکی له وخته وچاودید.

د چارواکو په قول امریکایی عسکر په دی تعمیر کی موجود وو ،خو د هغوی نه څوک زخمی شوی نه دی.

امنیتی منسوبین وایی چی په یوه بله پیښه کی چی د شنبی په ورځ د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی دوه کانادایی عسکر او د ناتو په قواوو کی دوه افغان کارگران وژل شوی دی.

چارواکی وایی چی دغه چاودنه په کندهار کی وشوه.هغوی وایی چی دغه دوه تنه افغانان ،یو یی ترجمان و او بل یی د پولیسو صاحب منصب ؤ

بل پلو، پولیس وایی د افغانستان په پایتخت کابل کې پرون د یوې غیر معمولي راکټي حملی په ترڅ کې دری خویندی چی عمرونه یی دیارلس پنځلس او شپاړس و وژل شوی دی.

دغه توغندی په هغه کور ولگېدو چې د پولیسو له یوه روزنیز مرکز سره نیښتی و. د خټو نه جوړ شوي په دې کور کې شل تنه اوسیدل.

د کابل امنیه قوماندان وایی د شنبې په ماښام د کابل پر ښار باندی دوه ځلی د توغندي حمله وشوه.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د یوی اعلامیی په ترڅ کې د توغندي دا برید د جنایت نه ډک عمل وبللو او په کلکه یی وغندلو.

او د یو بل خبر له مخی، پرون افغان او ایساف قواوپه لوگر کی د طالبانو یو مشر نیولای دی. هغه دنیول کیدو نه مخکې د افغان ملي اردو او ایساف پر قواو باندې د نوي برید پلان درلود.

دا هم ویل شوي چی د هغه د برید بل هدف د لوگر والي عتیق الله لودین و. د ایساف د قواو ویاند مارک وېنسر وویل د طالبانو د مشر په نیول کیدو به پدې ولایت کی د تشدد پیښې هم کمې شي.

XS
SM
MD
LG