د لاس رسي وړ اتصالات

په فلوجه کې د یوه موټر بم په چاودنه کې دوه تنه ملکې وژل شوی دی


عراقي چارواکي وایی نن د فلوجه ښار نه بهر د یوه موټر بم په چاودنه کې دوه تنه ملکی خلک وژل شوی دی او څلور نور ټپي شوی دی.

پرون د شنبې په ورځ هم دوه بمي چاودنی په بغداد کی وشوی چی پکی پنځه ویشت تنه ووژل شول او زیات شمیر نور ټپیان شول.

عراقي پولیس وایی لومړی بم د بس او تکسیو هغه تم ځای کی وچاودید چې اوسیدونکی یی اکثر شیعه گان دي.

دا د قدیمیه ښار دی چې نن سبا پکی د مرگ ژوبلې پیښی تر سترگو کیږی په چاودنو کې د دوه ویشت تنو وژل شویو تر څنگ پنځوس تنه نور ټپي شوی هم دي

XS
SM
MD
LG