د لاس رسي وړ اتصالات

محمود عباس: حماس باید شپږ میاشتنی اوربند نه وای مات کړی


د فلسطین جمهور ریس محمود عباس وایی که چیری د حماس یاغی ډلی د اور بند شپږ میاشتنی تړون ته ادامه ورکړی وای، نو د اسراییلو اوسنی حملی به نه وای شوی.

ښاغلی عباس نن په قاهره کی د خپلی سیالی ډلی نه وغوښتل چی د غزی په تړانگه کی د نورو وینو تویولو د مخنیوی لپاره باید د اسراییلو سره د اوربند تړون تمدید کړی.

فلسطینی چارواکی وایی چی د غزی په تړانگه کی د اسراییلو په دوه ورځنی پوځی حملی کی ٢٨٠ تنه وژل شوی دی.

اسراییلو ویلی چی دغه پوځی عملیات یی د تیری اونی د راکټونو او هاوانونو د حملو په ځواب کی کړی دی چی د د راکټونو په دی حملو کی اسراییلی ملکی خلک زخمی شوی دی.

د اسراییلو په دی هوایی حملو کی د غزی په تړانگه کی یو جومات هم ړنگ شوی دی. دوه کسه پکی مړه شوی دی.

XS
SM
MD
LG