د لاس رسي وړ اتصالات

براهوي: ایران د افغان مهاجرو ایستل ځنډولي دي


د افغانستان دمهاجرو دچارو وزیر وايي، ایران به دمارچ ترمیاشتې پورې هیواد ته د افغان غیرقانونی مهاجرو لیږل وځنډوي.

د مهاجرو د چارو وزیرعبدالکریم براهوی د یکشنبی په ورځ خبریالانو ته وویل، ایرانی مقامات دافغانستان دلوړی سطحی د هغه هیآت سره شفاهی موافقی ته رسیدلي دي چې تیره هفته ئې تهران ته سفرکړی وو.

هغه وویل، ایرانی مقاماتو دوی ته ډاډ ورکړیدی چې افغان مهاجربه دیخنی په راتلونکو څومیاشتو کې چې له ایران نه ونه ویستل شي.

افغانستان له ډیر پخوا نه له ایران نه غوښتی دی چې گڼ شمیر افغان مهاجربیرته خپل وطن ته وانستوی چې وائې، دبیا میشته کیدو لپاره ورته پوره منابع نلري .

ملگری ملتونه وائې،ایران په تیرودوکالو کې تقریبآ٧٠٠ زره تنه افغان مهاجربیرته افغانستان ته استولي دي.

XS
SM
MD
LG