د لاس رسي وړ اتصالات

حسینه واجد په بنگله دېش کې انتخابات وگټل


په بنگلدیش کې د انتخاباتو ابتدايي نتایج ښيي چې د شیخ حسینې واجد گوند انتخابات گڼلي دي.او د هغې مخالف گوند په انتخاباتو کې د درغلۍ د کېدو تور لگولی دی.

هغه ابتدايي نتایج چې د انتخاباتو د کمیسیون لخوا خپاره شوي، ښيي چې د میرمن واجد په مشرئ د ملي عوامي گوند په ډیرې آسانۍ د پارلمان ١٥١ رایې گڼلي دي.

د دوشنبی په ورځ د پارلمان انتخابات ددې لپاره وشول چې په دغه هېواد کې دېموکراسی بېرته راژوندی شی.

په بنگله دېش کې له تېرودوو کلونو راهېسی اظطراری حکومت چلېده. خو چارواکی واېې چې ېو شمېر راېې ورکوونکی لا تر اوسه پورې انتظار کوی او هغوی ته به اجازه ورکړل شی چې خپلې راېې واچوي.

د انتخاباتو چارواکی او کتونکی اټکل کوی چی ددغه هېواد اوېا فېصدو راېو اچوونکېو چې شمېرېې ٨١ مېلېونو ته رسېږی، په انتخاباتو کې برخه اخېستی ده.

په دغو راېوورکوونکېو کې د څلور له جملی نه ېوه برخه دا ول ځلې لپاره په انتخاباتو کې دراېو اچولو مستحق گڼل شوېدی.

ډېر راېې اچوونکي خوشبېن ښکارېدل او انتخابات ورته د ساعت تېرې او ازادی ېوه وسېله ښکارېدله. خو دمدارېپور په سېمه کې دولس کسان د سېالو سېاسی ډلو ترمنځ اخ و ډب کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG