د لاس رسي وړ اتصالات

په نړی کې 'سل ملیونه خلک د لوږی سره مخ دي'


د ملگرو ملتو د نړی د خوراک پروگرام له حکومتونو نه غواړي چې بل کال پنځه اعشاریه دوه ملیارده ډالر پېسې راټولې کړي چې سل ملیونه خلک له لوږې وساتي.

دغه پروگرام وايي دغه پېسې له هغو پیسو نه ډیر لږ دي چې نړیوال یې د خپلو مالی موسساتو د ژغورنې لپاره لگوي.

د ملگرو ملتو د نړی د خوراک پروگرام خبرداری ورکوي که چیرې نور مالی امکانات چمتو نه شي، ددوی د خوراکي موادو زیرمې د بل کال تر مارچه پورې خلاصیږي.

د دغه پروگرام ویانده امیلا کیزیلا وايي خلک په افریقا، اسیا او لاتینه امریکا کې له لوږې سره مخامخ دي او وضعه به هغه وخت نوره خرابه شي چې ددوی خوراکی زیرمې تمامې شي.

کیزیلا: "د هغو پیسو نه چې ماړه ملکونه د خپلو مالی موسساتو د ژغورنې لپاره لگوي که یواځې یو په سلو کې د نړی د خوراکي پروگرام ته ورکړ شي نو د دغه پروگرام کالنۍ بودجه ورنه جوړیږي. او کیدلی شي ٥٩ ملیونو ماشومانو ته په ښونځیو کې خواړه برابر شي. مونږ غواړو په ښونځیو کې د خوړو پروگرام پراخ کړو. په اوس وخت کې مونږ یواځې ١٩ ملیونو زده کونکو ته خواړه برابروو خو ٥٩ ملیونه زده کونکي د خوړو دغسې پروگرام ته اړتیا لري."

کیزیلا وايي دوی غواړي د مرستو شوو پیسو نه یوه برخه د عاجلو حالاتو لپاره زیرمه کړي او ورباندې کافي خواړه واخلي. د نړی د خوراک د پروگرام ویانده وايي چې د وړو بزگرانو د حاصلاتو د لوړولو لپاره پیسو ته اړتیا شته ده.

ډیر شمیر دغسی بزگران نه شي کولی ځان ته سره یا اصلاح شوي تخمونه واخلي. هغه وايي د دغو اجناسو بیې د ٢٠٠٦ کال په تله دوه چنده شوي دي.

کیزیلا وايي د ٢٠٠٨ کال په پیل کې پروگرام په دې هیله وه چې ٦٩ ملیونو خلکو ته خواړه برابر کړي مگر سل ملیونه خلک په ټوله نړی کې دغه راز مرستو ته اړتیا لري.

د ملگرو ملتو د خوراک او زراعت سازمان رپوټ ورکوي چې لوړو بیو ۴٠ ملیونه نور خلک د لوږې درشل ته رسولي دي. په دې سره د هغو خلکو شمیر چې لوږه تیروي یو ملیارد ته رسیږي.

کیزیلا وايي درې میاشتې وخت نیسی تر څو اهدا شوي مرستې مستحقینو ته ورسیږي.

کیزیلا: "مونږ ددغه غوښتنې په کولو سره بې سنجشه نه یو. دا هغه څه ده چې مونږ ورته سخته اړتیا لرو. په هغو هیوادو کې چې وضعه ښه نه ښکاري په هغو کې زمبابوې، اتیوپیا او د کانگو دموکراتیک جمهوریت او هایتي شامل دي. دا هغه هیوادونه دي چې حالات په کې ډیر نازک دي. نو ددغو هیوادو نو سره د مرستو کمول به د ټپونو د رغولو په ځای د هغو سپکاوي هم وي."

د ملگرو ملتو د نړی د خوراک د پروگرام اخطار ورکوي چې د خوړو د کمبود سره کیدای شي ټولنیزې ناخوالې هم رامنځ ته شي. د خوراکي موادود بیو لوړیدل په ځنو هیوادونو کې د ناکراریو باعث شول.

د دغو ملکونو نه یو یې هم هاییتي دی چې په کې یو شمیر کسان ووژل شول او صدراعظم استعفی ته اړشو.

د خوراک پروگرام حکومتونو ته اخطار ورکوي چې هڅه وکړي ترڅو لوږه له کنترول نه ونه وځي.

XS
SM
MD
LG