د لاس رسي وړ اتصالات

د افریقایی مهاجرینو له مصیبته ډک کال


د مهاجرینو بین المللي اداره یا ای او ام وايي چې ٢٠٠٨ کال د هغو افریقایی مهاجرینو لپاره چې د ښه ژوند په تمه نورو هیوادو ته تلل، له مصیبتونو ډک یو کال ؤ.

دوی د مهاجرت په وخت کې ووژل شول یا ورسره ډیره ناوړه سلوک وشو. په دې نژدې څو ورځو کې تر دوه زرو پورې افریقایی مهاجرین د ایتالیې په جنوب کې د لامپیدوسا جزیرې ته ورسیدل.

د ایتالیې د مامورینو په خبره په دې هیواد کې د مهاجرینو ټوله شمیر سږکال ٢۴ زرو ته رسیږي چې د تیرکال په تله دوه چنده زیات دی.

د ایتالیې په دې جنوبی جزیره کې د مهاجرینو هرکلی نه کیږي. دوی ته ترڅو چې په دوسیو یې کار کیږي د یوه گڼې گوڼی ډک توقیف ځای کې ځای ورکول کیږي.

د ای او ام ویاند جین فلیپ چوزی امریکا غږ ته وویل چې ورځ چې تیریږي او اقتصادي وضعه خرابیږي هغومره د مهاجرینو په وړاندې فرصتونه له منځه ځي.

هغه وايي د ٢٠٠٩ کال لپاره حالات ښه نه ښکاري: "زما په فکر واقعیت خو دادی چې ددوی په مخ دروازې بندیږي خصوصاً په داسې یو وخت کې چې اقتصادي وضعه ښه نه ده. د اقتصاد رکود په وخت کې د ملکونو اتباع مهاجرینو ته د کاري رقیبانو په سترگه گوري."

دا هغه ستونزه وه چې سږکال د می او جون په میاشتو کې په جنوبی افریقا کې منځ ته راغله. چوزی هغو واقعاتوته اشاره وکړه چې د بهرنیانو په وړاندې په جنوبی افریقا او نورو برخو کې پېښ شول.

چوزی: "د ٦٠ نه زیات خلک د بهرنیانو سره د کرکې په وجه په جنوبي افریقا کې ووژل شول او ډیر نور خلک ټپیان شول. که څه هم دغه پېښې د می او جون په میاشتو کې وشولې خو بیا هم اغیزې یې تر اوسه پورې احساسیږي."

چوزی وايي په ځنو برخو کې وضعه اوس د تیرو خت په تله خرابه ده. اوس ډیر شمیر د زمبابوې خلک د کولرا او د غربت سره د مقابلې په غرض جنوبي افریقاته کډه کوي.

هغه وايي د افریقا په شمال کې د سومالیې نه ډیر خلک د عدن د خلیج له لارې غواړي یمن خواته ولاړ شي. په دې مهاجرو کې چې ډیر شمیر یې د حبشې او د سومالیې اتباع دي ځنې یې غواړي د غربت او د جگړې نه وتښتي.

چوزی: "د عدن د خلیج نه ۴٥ زره خلک د وړو کښتیو په واسطه تیر شویدي. خو له بده مرغه په دې مهاجرتونو کې لږ تر لږه پنځه سوه کسان ډوب شول. خو دغوتلفاتو ته د چا پام نه کیږي او ددوی په هکله څوک رپوټ نه ورکوي."

د مهاجرت بین المللي اداره ټولو هیوادونه غوښتنه کوي چې د مهاجرینو د ستونزو په زیاتولو دې هڅې نه کوي. ده وویل چې د نړی ٢٠٠ مهاجرین د خپلو کوربه هیوادونو په ټولنو کې مثبتې اغیزې لرلي دي. نو ځکه دولتونه دې د داسې قوانینو له انفاذ نه ډډه وکړي چې د مهاجرینو په وړاندې منفي احساس پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG