د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې په تړانگه کې نن لس تنه وژل شوي دي


د غزې په تړانگه کې چارواکي وایې نن سه شنبې په اسرائیلي هوایي بمبارد کې لس کسان وژل شوي دي.

مقامات وایی د اسلامي پوهنتون د ودانۍ په گډون د حماس پنځه حکومتي ودانۍ په هوایي بمبارد کی ویجاړی شوي دي او یو شمیر سرحدي امنیتي پوستې هم د بریدونو په ترڅ کې حوارې شوی دي.

فلسطیني چارواکي وایې د شنبې ورځی رادیخوا د اسرائیل په بمباریو کې تر اوسه ٣٥٠ کسان وژل شوي چې اکثره یې د حماس د ډلې غړي دي.

او په غزه کې د م م خیریه اداره وایې چې په وژل شوو کې ٥٧ ملکي خلک هم شامل دي.

ددی په خوا کې فلسطیني ملیشو هم د دوشنبې ورځی رادیخوا پر اسرائیلو په لسگونه توغندي ورولي چې لږترلږه څلور کسان پکې وژل شوي .

د اسرائیل د دفاع وزیر ایهود بارک وایې چې هیواد یې په غزې کې د حماس د واکمنانو سره په یوه پراخه جگړه بوخت دی.

XS
SM
MD
LG