د لاس رسي وړ اتصالات

سفېر ووډ: د طالبانو په وړاندی د قومی ملیشو د جوړیدو ملاتړ کوو


په افغانستان کې د امرېکا سفېر، وېلېم ووډ، واېې چې واشنگټن د هغه جنجالی پلان ملاتړ کوی چې قبېلوی مشران د طالبانو خلاف په جگړه کې دخېل کاندی.

سفېر وېلېم ووډ په هغه کنفرانس کې چې د کال په اخر کې جوړ شوی و ووېل چې د افغانستان د حکومت هغه پروگرام چې د ټولنی د ساتونکی په نامه ېادېږی مقصد ېې دا دی چې قبېلوی مشران او تقوېه کړی شی او زېات قدرت ورکړی شی چې له خپل ځان نه د ېا غېانو په مقابل کې دفاع وکړی.

هغه ووېل چې په دې برخه کې په کافې اندازه نړېوال عسکر او په خپله افغان عسکر نشته دی چې هرکلی وساتی.

سفېر وېلېم ووډ دا خبره څو څو ځلې رد کړه چې واېې امرېکا قبېلوی مشرانو ته وسله ورکوی.

هغه ووېل چې هغه قبېلوی خلک چې وټاکل شی هغوی ته به روزنه او ېونېفورم ورکړل شی. نوری مرستی به هم ورسره وسی خو وسله به ورنکړل شی.

نقادان واېې چې قبېلوی پروگرام به بېا قبېلوی ملېشی راژوندی کړی چې د١٩٨٠ په لسېزه کې ېې په افغانستان کې ډېره خرابی منځته راوستی وه.

سفېروېلېم ووېل افغانستان په ٢٠٠٨ مېلادی کال کې د اپېنو خلاف مبارزه کې پرمختگ کړېدی. د هغې زمکی اندازه شل فېصده کمه شوېده چې کوکنار پرې کرل کېږی.

خو وېلېم ووډ ووېل چې مرگ ژوبله په تېرکال کې زېاته شوېده. هغه ووېل چې د سړک دغاړې بمونه دوه چنده شوېدی.

هغه ووېل چې هغه دوه زره بمونه چې په افغانستان کې چاودلی دی هغه افراطېانو ته خاوره نشی گټلی او نه ورته ملگری پېدا کولی شی.

XS
SM
MD
LG