د لاس رسي وړ اتصالات

قریشی: هند باید د سرحد په اوږدو کې د خپلو عسکرو  اچول بند کړی


د پاکستان خارجه وزېر پرهند باندی غږ کوی چې د مشترک سرحد په اوږدو کې د خپلو عسکرو اچول بند کړی او ددې پرځاې د زېاتېدونکی تشنج دمخنېوی او کمولو لپاره مذاکرات وکړی.

خو دهغه هندی انډول له دېنه انکار کوی چې دوی داسی کوم قدم اخېستی دی چې د هغه په واسطه به ددواړو هېودونو ترمنځ تشنج نور هم زېات سی.

شاه محمود قرېشی نن د سه شنبی په ورځ په هغه وېنا کې دا خواست وکړ چې په ملی تلوېزېون کې خپره شوه. هغه پرهند باندی غږ وکړ چې خپلی زمکنی قواوې بېرته د سولی د وخت مواضعو ته په شا بوزی. هغه ووېل دا به د هند له خوا نه ېو مثبت قدم وی.

خو د هند خارجه وزېر پراناب مکرجی دا ادعاگانی بابېزه وگڼلی او وې وېل چې هند کوم تشنج نه زېاتوی. هغه ووېل چې هند د پاکستان سرحد ته نېژدی نوی عسکر ندی اچولی او د عسکرو نقل او حرکت د ژمی معمول تمرېن دی.

هند له دېنه هم انکار کوی چې خپل هواېې مېدانونه ېې فعال کړېدی اوېاېې خپل عسکر سرحدی سېمو ته خوزولی دی. خو پاکستان ېو شمېر قواوې ددواړو هېوادونو مشترک سرحد ته خوزولی دی.

د هند خارجه وزېر پراناب مکرجی دهند غوښتنه چې واېې پاکستان دی د لشکر طېبه د ترهگری کمپونه بند کاندی. دا هغه افراطی ډله ده چې هند ېې په مومبی کې دتېرې مېاشتی د ترهگری په حملوکې مسووله بولی.

شاه محمود قرېشی د اسلام اباد هغه ژمنه بېا تکرار کړه چې واېې د تېرې مېاشتی د مومبی د خونړېو پېښو په برخه کې به له هند سره په تحقېقاتو کې همکاری وکړی.

هغه ووېل چې هند تر اوسه پورې کوم شواهد ندی وړاندې کړی چې د مومبی حمی د پاکستان اتباعو کړېدی.

نوی ډېلی واېې چې په پاکستان کې دېره لشکر طېبه پر مومبی باندی د حملو مسوول و . په دغو حملو کې ١٧٠ کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG