د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د فرانسې د دفاع وزیر سفر


د فرانسی د دفاع وزیر، هیروي مورین نن چهارشنبې کابل ته رسیدلې او غواړي د نوی میلادي کال د پیل سره په افغانستان کې د میشتو فرانسوي عسکرو سره وگوري.

د ښاغلي مورین سره په سفر کې د ای اف پي اژانس یو خبریال وویل چې نن ناوخته به ښاغلی مورین د جمهور رئیس حامد کرزي سره هم لیدنه ولري.

ټاکل شوی د فرانسوي عسکرو لخوا د نوی کال د لمانځلو په مراسمو کې د گډون په شمول د پنج شنبې په ورځ په قندهار کې هم د فرانسوي ځواکونو د یو مرکز نه لیدنه وکړي.

بل پلو، په افغانستان کی د امرېکا په مشرئ اېتلافی قواو نن اعلان وکړ چه د کابل نه بېرون ېې د خپلو نظامی عملېاتو په دوران کی ېولس وسله وال سړی وژلی دی.

د اېتلاف نظامی ماموران واېې چه دا عملېات ېې دکابل نه شپېته کېلومتره لېری دشمال ختېز لوری ته دسه شنبی په ورځ په سروبی کی سر ته رسولی دی.

نظامی ماموران واېې چه د اېتلافی قواو هدف د مخالفانو ېو قوماندان ؤ چه په سېمه کې ېې د وسلو په قاچاق او خرڅولو کی لاس لره.

د امرېکا په مشرئ داېتلاف نظامی مقامات واېې چه عسکرو ېې دوه وسله وال سړي دټوپکو په ډزو کی ووژل او باقی پاتی نهه کسان ېې دهواېې قواو په بمبارېو کی ووژل.

ددی نه مخکی د سه شنبی په ورځ په افعانستان کی د امرېکې سفېر وېلېم ووډ وېلی ؤ چه سږکال په ټول هېواد کی د تشدد پېښی زېاتی شوی دی.

هغه ووېل چه پروږکال دسړک په غاړه دبمونو دچاودنو زر پېښی شوی وې، حال دا چه سږکال دوه زره وارې دسړک په غاړه ښخ شوی بمونه وچاودل.

خو وېلېم ووډ زېاته کړه چه دغو حملو مخالفانو ته څه گټه نه ده رسولی، نه ېې کومه خاصه سېمه ونېوله او نه ېې دهغه په وېنا دخپلو ملگرو شمېر زېات کړ.

د ائتلاف ځواکونو نن چهارشنبې وویل چې دا عملیات یې د سروبي په ولسوالۍ کې د سه شنبې په ورځ ترسره کړي دي.چارواکي وایې د عملیاتو اصلي هدف په سیمه کې د وسلو د یو قاچاق وړونکي د له منځه وړل وو.

XS
SM
MD
LG