د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنگټن کي پر غزې باندې د اسرائیل د بریدونو پر ضد مظاهرې


څه کم دری زره خلکو د واشنگټن ډي سي په سرکونو په غزې باندې د اسرائیل د پوځي بریدونو چې شاوخوا دری سوه اویا فلسطینیان پکې ووژل شوو، پرضد مظاهره وکړه.

دا د امریکا په ټولو ایالتونواو د نړۍ په نورو هیوادونو کې د هوایي بمبارد پرضد یو له هغو مظاهرو څخه وه چې د سه شنبې په ورځ ترسره شوه.

مظاهره کوونکو شعارونه ورکول چې ژر جگړه بنده او د نژاد پرستۍ نه لاس واخلئ.

فعالین د امریکا د خارجه وزارت مخی ته راغونډ او تر د ښار تر مرکزی نقطی یې د فلسطین بیرغونه په لاس او د ازاد فلسطین په نارو یې لاریون وکړ.

اسرائیل په څلورمه ورځ هم په غزې کې د حماس په مرکزونو باندې بمباري وکړه چې تر اوسه دری سوه او اویا تنه وژل شوي دي.

بلخوا د حماس په راکټونو کې هم تر اوسه څلور تنه اسرائیلیان وژل شوي دي.

د امریکا په شمول د نړی ډیرو هیوادونو د اوربند غوښتنه کړې ده خو اسرائیلي چارواکې وایي دوی د اته څلویښتو ساعتونو د اوربند وړاندیز رد کړی.

XS
SM
MD
LG