د لاس رسي وړ اتصالات

په نیویارک کې د نوي کال د لمانځلو د مراسمو تیاری


د نوي میلادي کال د ماښام د لمانځنی لپاره د نیویارک په ټایمز سکویر کې ترتیبات نیول کیږي.

د دوشنبې په ورځ د ټایمز سکویر څلور لارې د بره په یوه ازمایشي پرواز کې د رنگه کاغذونو په شیندلو د هوا وضعیت وکتل شو.

د ټایمز سکویر د څلور لارې د یو متحد ټیم ټامپکینس په وینا د نوي کال په شپه به څه باندې دری زره پونډه رنگه کاغزونه په ودانیو وشیندل شي.

دغه کاغزونه چې د دوه زره نهه کال دجنوري په لمړۍ نیټه به په هوا کې خوشی شي د نړۍ په مختلفو ژبو د هیلو پیغامونه پری لیکل شوي دي.

همدا رنگه، د استرالېا د سډنی په ښار کی نن په زرهاو خلکو نوی مېلادی کال ولمانځه. خلک دسډنی دې وې مشهورې ودانی سره راټول شوی ؤ.

استرالېا لومړی هېواد دی چه دنوی مېلادی کال مراسم په کې ولمانځل شول.

ډېر خلک د روان مېلادی کال دختمېدلو انتظار کوی .دا کال په نړېواله سطحه داقتصادی رکود کال بلل کېږی.

XS
SM
MD
LG