د لاس رسي وړ اتصالات

گېټس به د گوانتانامو د زندان پر تړلو 'غور وکړي'


د امریکا د دفاع اوسني وزیر، رابرټ گېټس چې د اوباما په حکومت کې به هم ددفاع وزیر پاتې شي، خپلو همکارانو ته ویلي چې په دې خبره غور وکړي چې د گونټانامو زندان بند کړي.

منتخب جمهور رئیس براک اوباما هم ددغه زندان تړلو غوښتنه کړې. منتخب جمهور رئیس براک اوباما ویلي چې هغه غواړي د گونټانامو زندان وتړي.

هم دا خبره جمهور رئیس جورج بوش او ددفاع وزیر رابرټ گېټس هم کړې. خو د جمهور رئیس بوش ویاندې ډانا پرینو ویلي چې دا خبره چې په خوله څومره اسانه ښکاري عملي کول یې هغومره گران ده.

پرینو: "دا ډېر اسانه ده چې سړی ووايي زه گونټنامو بنده وم. خو ناڅاپه اوس ټول هغه خلک چې په مونږ یې انتقادونه کول، وايي د راتلونکي جمهور رئیس لپاره به گونټانامو زندان تړل ډېر ستونزمن کار وي."

تېر کال ددفاع وزرات له گونټانامو څخه تر پنځه سوه زیات بندیان خوشي کړل، خو اوس هلته شا اوخوا دوه سوه پنځوس داسې کسان بند دي چې دوی یې د ترهگرۍ ضد جگړې کې دښمن جگړه ماران بولي.

د هغو له جملې څخه ځینې له اوو کالونو راهیسې بند دي. دوی په عمومي توگه په درو ډلو ویښل شوي: لومړی هغه خلک چې له زندان څخه د وتلو اجازه لري خو هیڅ کوم هیواد یې نه ور پرېږدي.

دویم داسې کسان چې په خاصو جرمونو باندې تورن دي.

او درېیم ډله هغه خلک دي چې مایکل اوهانلون یې په دې ډول بیانه وي.

اوهانلون: "یوشمیر داسې خلک شته چې سړی ډېر په باور سره دا احساس لري چې هغوی باید په زندان کې پاتې شي، خو سړی محکمې یا قاضي ته د هغوی د جرمونو په هکله کوم ثبوت نه شي وړاندي کولای. او سړی نه پوهیږي له دغو خلکو سره باید څه وشي."

د امریکا حکومت وايي دغه خلک ځکه نه شي محکمه کېدای چې د هغوی په هکله شواهد باید پټ پاتې شي. او یا بیا په له هغو څخه اقرار د زور له لارې اخیستل شوی، لکه په اوبو کې ډوبه ول، چې په محمکه کې نه شي وړاندي کیدای.

د ایمنیسټي انټر نیشنل یوه کارکونکې این مري برینان مني چې د زندان تړل گران کار دی، خو وايي دا کار باید حتماً وشي.

این میري برینان: "ایمنسټي انټرنشنل د جرم څخه د مخه او په غیر قانوني توگه د زندانه ولو خلاف ده. نو ځکه مونږ غواړو چې د گونټانامو زندانیان دې یا خو خلاص او خپلو هیوادونو ته ولیږل شي او یا دې بیا د امریکا د سترې محمکې په څېر عادلانه محکمې ته وړاندې شي."

خو که چېرې د امریکا جمهور رئیس دغه زندانیا خلاص کړي او هغه په ترهگرۍ لاس پورې کړي نو په سپینه ماڼۍ کې به جمهور رئیس ددې کار مسئول وبلل شي، د سپینې ماڼۍ ویانده ډانا پرېنو وايي د ایمنسټي انټرنشنل دریز په حقیقت نه دی ولاړ.

ډانا پرینو: "اوه په سلو کې داسې کسانو چې مونږ خپلو هیوادونو ته لیږلي، یو وار بیا بریدونه کړي. ځیني بیرته نیول شوي. له هغو یو کس و نه نیول شو، ځکه چې هغه په موسل کې ځانمرگی برید ترسره کړ او څلویښت کسان یې ووژل."

که د گونټانامو زندان وتړل شي نو پوښتنه دا را پورته کیږي چې له زندانیانو سره به څه کیږي. ځیني پوهان وايي دوی باید په عادي امریکايي زندانو کې بند شي او محمکې ته وړاندي شي.

نور بیا د اوسني متنازعه پوځي کېمسیون ملاتړ کوي، کوم چې حکومت ته اجازه ورکوي چې بندیان محکمې ته د وړاندي کولو څخه د مخه تر هغه وخت بند وساتي څومره چې غواړي، یا یې بیخي محمکې ته وړاندي نکړي، او یا یې د خلاصېدو د حکم برسېره بند وساتي.ځیني پوهان وايي یوه نیوي سیسټم ته اړتیا شته چې د پوځي کېمسیون څخه عادلانه وي خو د حکومت رازونه پټ وساتي.

مایکل اوهانلون هم ددغه رنگه نیوي سیسم پلوي دی.

اوهانلون: "په داسې حال کې چې مونږ د ترهگرو لخوا تر برید لاندې یو، سړی باید اطمینان ولري چې داسې ترهگر به په بند کې وساتل شي څوک چې مونږ ته خطر وي."

خو هغه زیاته وي چې کېدای شي د امریکا لپاره دا بهتره وي چې ځیني ډیر خطرناکه خلک خوشي کړي، تردې چې په بند کې په ساتلو خپل نوم ورباندې بد کړي.

او دا یوه د هغو ستونزو نه ده چې پینټاگون ددفاع وزیر رابرټ گېټس لپاره ورباندې کار کوي، او په جنوري کې به منتخب جمهور رئیس اوباما هم ورسره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG