د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني مامورین وایی چی بې پیلوټه الوتکي درې تنه وژلي دي


پاکستاني مامورین وایی چی د توغونديو په حمله کی چی گمان کیږی د امریکا به وو، په صوبه سرحد کی لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.

چارواکو وویل چی د یوې بې پیلوټه الوتکي نه دوه یا درې توغوندي نن د پنجشنبې په ورځ د جنوبي وزیرستان په کومه سیمه کی لگیدلي دي.

پاکستان په امریکا باندی دا تور لگوي چی د مشکوکو تروریستانو په ځایونو باندی په حملو کی د بې پیلو ټه الوتکو نه کار اخلی.

واشنگټن دا حملې نه تایید کړي او نه یې رد کړي دي.

امریکا دا اندیښنه لری چی د پاکستان په سرحدي قبایلي سیمو کی دیره یاغیان په افغانستان کی په افغان او خارجي قواو باندی د حملو پلانونه جوړوی.

XS
SM
MD
LG