د لاس رسي وړ اتصالات

'بش په خپل وار سره په مینځني خیتځ کې د سولې په راوستلو کې پاتې راغلی'


د امریکا هر جمهور رئیس په خپل وار سره په مینځني خیتځ کې د سولې په راوستلو کې پاتې راغلی. او اوس په غزه باندې د اسرائیلي برید وروسته وضع نوره هم پېچلې شوې.

څو اونۍ وروسته به د جمهور رئیس بوش په ځای، چې د اسرائیلو پلوی شمېرل کیږي، براک اوباما د امریکا جمهور رئیس جوړ شي او عربان هیله لري چې دی به له فلسطینیانو سره زیاته خوا خوږي ولري.

جمهور رئیس بوش په وار وار په اسرائیلو او فلسطینیانو غږ کړی چې دایمي سولې ته د رسېدو لپاره دې په گډه کار سره وکړي.

خو په دې برسېره چې په کال ٢٠٠٧ کې یې په اناپولس کې د سولې د خبرو کوربه و، جمهور رئیس بوش په خپلو دواړو دورو کې کلک اسرائیل پلوی پاتې شوی و، او د فلسطیني یاغیانو خلاف یې د هر اسرائیلي یرغل ملاتړ کړی و.

او په غزه باندې اوسنی اسرائیلي برید هم یو د هغو څخه دی، لکه څنگه چې د سپینې ماڼۍ ویاند گورډن جاندرو په څرگنده وویل:

"حماس یو ځل بیا د یوې ترهگرې ډلې په حیث خپله ریښتونې بڼه څرگنده کړه، چې د اسرائیلو د شتوالی حق نه مني. ددې لپاره چې تشدد پاې ته ورسي حماس باید په اسرائیل باندې خپل راکټي بریدونه بند کړي، او د دایمي اوربند احترام وکړي."

ځیني څېړونکي باور لري چې اسرائیل برید ځکه وکړ چې له جمهور رئیس بوش څخه ملاتړ تر لاسه کړي او راتلونکی جمهور رئیس هم خپلې خواته راواړه وي.

پال شرم: "د اسرائیل د دفاع وزیر ایهود بارک چې یو پخوانی جنرال هم دی غواړي ملاتړ ترلاسه کړي، ځکه چي هغه ته موقع برابره ده. نو په داسې حال کې چې اوباما واک ته راځي د اسرائیل لاس به بر وي."

ډیر فلسطینیان او عربان دا هیله لري چې د بوش په پرتله به اوباما له فلسطینیانو او له فلسطین سره زیاته خوا خوږي ولري. د امریکا او اسلامي اړېکو د شورا اداري رئیس نیهاد عواد یو له هغو کسانو څخه دی چې غواړي امریکا له دواړو خواو سره یو ډول چلند وکړي.

عواد: "امریکا باید خپله رهبري وښايي، نوې رهبري. د اوباما ډله باید د جمهور رئیس بوش غلطۍ تکرار نکړي، او نه ده بیل کلنټن غلطۍ. مونږ نوي بدلون ته اړتیا لرو او په اسراییل باندې فشار ته اړتیا لرو."

د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کمپاین په وخت اوباما بیت المقدس ته ولاړ او هلته یې له اسرائیل سره ملاتړ څرگند کړ.

اوباما: "زه دلته ددې لپاره راغلی یم چې د امریکا او اسرائیل ترمینځ ځانگړې اړېکې یو ځل بیا تصدیق کړم."

اوباما د اسرائیل د دفاع د حق ملاتړ هم وکړ.

اوباما: "که څوک ځما کور به راکټونو ولي چیري چې به دشپې ځما دوه لوڼې وېدې وي، زه به ددغو بریدونو د مخنیوي لپاره هر هغه څه وکړم چې ځما په وس وي."

د انتخاباتو له گټلو وروسته اوباما پرته له دې نور هیڅ نه دي ویلي چې هغه به ددې لپاره پوره وس وکړي چې اسرائیل او فلسطین دوه خپلواکه هیوادونه له یوبل سره څنگ په څنگ په سوله کې واوسي.

په بروکنیگ انسټیټوټ کې د مینځني ختیځ څېړونکی شیبلي تلهامي وايي:

"یو شی چې هغه باید پام ورته ولري هغه دادی چې کومه داسې خبره و نکړي چې قدرت ته د رسېدو په لومړیو کې د هغه لاسونه وتړي."

اوبا دا هم ویلي چې په یو وخت کې یو جمهور رئیس وي، او دا وخت هغه جورج بوش دی.

XS
SM
MD
LG