د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه له اسراېېلو سره په غزه کې د سولی راوستلو په باب کوشش کوي


د فرانسی جمهور رئېس، نېکولس سرکوزې، به نن د پنجشنبی په ورځ په پارېس کې د اسراېېلو خارجه وزېرې، زېپی لېونی کوربه وی.

په دغه مجلس کې به سرکوزې د فلس‍طېن د سرتېرې ډلې حماس خلاف د اسراېېلو د وژونکې نظآمی حملی په باب له مېرمن لېونی سره خبری وکړی.

ښاغلی سرکوزې د غزې په تړانگه کې د مرگ ژوبلی د پاې سخت کوششونه کوی او دا پلان لری چې ددوشنبی په ورځ اسراېېلو او لوېدېزې غاړې ته سفرونه وکړی.

د مېرمن لېونی سفر پارېس ته نن د پنجشنبی په ورځ وروسته له هغه نه کېږی چې اسراېېلو ددې اونی په سرکې د ۴٨ ساعتونو هغه اوربند رد کړ چې فرانسی پېشنهاد کړی و.

د چارشنبی په ورځ د ملگرو ملتونو د امنېت شوری په دې غور وکړ چې ېوه داسی مسوده برابره کړی چې په هغې کې سمدلاسه د اسراېېلو او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه شوی وي.

د ملگرو ملتونو دامنېت شوری پرېکړه وکړه چې په دې مسأله باندی نور بحث ته ضرورت دی.

دا کار وروسته له هغه نه وشو چې برتانېې او امرېکا د عربو پېشنهاد ېواړخېز وباله. د برتانېې سفېر ووېل چې ېوه ښه مسوده به د امنېت د شوری د ملاتړ ښه چانس ولری.

XS
SM
MD
LG