د برتانیې اردو وایی چی یو عسکر یې په افغانستان کی د عادي گزمې په وخت وژل سوی دی .
د اردو مامورینو ویلي دي چی دغه عسکر د هلمند په ولایت کی د نوي کال په اوله ورځ د بم په چاودنه کی ووژل سو . هغه په افغانستان کی د ناتو د قواو غړی و .
دا دوهم برتانوی عسکر دی چی په څو تیرو څو ورځو کی د هلمند په ولایت کی وژل کیږی .
د برتانیې ددفاع وزارت وویل چی د برتانیې د شاهي قواو یو کوماندو عسکر هم د چهارشنبې په ورځ د سنگین په ولسوالي کی په یوه چاودنه کی وژل سوی و .
او د ٢٠٠١ کال را پدې خوا کله چی د امریکا په مشري په افغانستان باندی یرغل وسو ، ټول ١٣٨ برتانوي عسکر په هغه ملک کی وژل سوي دي .