د لاس رسي وړ اتصالات

وزیرستان کې امریکايي توغوندي ٣ یاغیان ووژل


د پاکستان د استخباراتو مامورین وایی چی د توغوندي په یوه حمله کی چی گمان کیږی د امریکا به وه د پاکستان د صوبه سرح په جنوبي وزیرستان کی لږ تر لږه درې یاغیان وژل سوي دي .

دا حمله چی نن د جمعې په ورځ وسوه د امریکا د توغندیو دوهمه حمله وه چی په جنوبي وزیرستان کی کیږی .

چارواکي وایی چی په دې وروستۍ حمله کی د میدان په کلي کی یو زوړ ښوونځی چی زده کونکي یې نه درلودل تباه سوی دی .

فکر کیږی چی په جنوبي وزیرستان کی د القاعدې او طالبانو زیات شمیر مشران پټ دي .

پاکستاني مامورینو پرون وویل چی په جنوبي وزیرستان کی د امریکا د توغوندي په حمله کی د پنجشنبې په ورځ هم درې تنه وژل شوي وو .

XS
SM
MD
LG