د لاس رسي وړ اتصالات

استاد یاسر په پیښور کې ونیول شو


د پاکستان امنیتي مقامات وايي، د طالبانو هغه پخوانی عالي رتبه شخص یې نیولی دی چې په ٢٠٠٧م کال کې په افغانستان کې د یوه ایټالوي ژورنالست د خوشې کولو په بدل کې له بندله آزاد شو.

چارواکو نن وویل چې استاد محمد یاسر یې په پیښور کې نیول دی. د هغه د نیول کېدو دقیقه نیټه نه ده معلومه.

استاد یاسر په ٢٠٠١م کال کې د پر افغانستان باندې د امریکايي قواوو له حملې وروسته د طالبانو د مشر ملا محمد عمر ویاند و. د طالبانو او القاعده ډیر مشران هغه وخت پاکستان ته اوښتي وو.

هغه د لومړي ځل لپاره په ٢٠٠٥م کال کې په پاکستان کې ونیول شو او افغانستان ته ولیږل شو خو د طالبانو د بند نه د ایټالوي ژورنالست ډانیل گاستور گیاکومو آزادولو لپاره هغه له څلورو نورو طالبانو سره خوشې شو.

XS
SM
MD
LG