د لاس رسي وړ اتصالات

هند بیا د ممبۍ د حملو عاملین غوښتي


د هند صدراعظم منموهن سینگ وايي، پاکستان به دومره هوښیاري پیدا کړي چې د ممبۍ د تروریستي حملو تورن کسان د محاکمې لپاره هند ته وسپاري.

منموهن سینگ په خپلو هغه ځوابي خبرو کې چې نن د شنبې په ورځ یې وکړې، وویل چې هند له خپل گاونډي هیواد سره جگړه نه غواړي خو پاکستان ته پکار دي چې د ممبۍ د حملو مشکوک عاملین ور وسپاري.

ښاغلي سینگ دغه څرگندونې د آسام شمال ختیځ آیالت ته د خپل سفر پر مهال وکړې چیرې چې ددې اونۍ په پیل کې د بم درې چاودنو درې تنه ووژل او ٥٠ تنه نور یې زخمي کړل.

منموهن سینگ وویل هند د تروریزم د له منځه وړلو لپاره په هر اقدام لاس پورې کولای شي. خو هغه وویل د هند حکومت غواړي له هغو افراطي ډلو سره خبرې اترې وکړي چې غواړي خپله وسله پر ځمکه کیږدي.

XS
SM
MD
LG