د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او عراق مذاکرات کوي


د عراق صدراعظم نوري المالکي ددې لپاره ایران ته تللی چې د دواړو ملکونو تر منځ د سیاسي او اقتصادی اړیکو په باب د هغه ځای له چارواکو سره خبرې وکړي.

په بغداد کې د ایران سفیر، حسن کاظم قومي وویل، ښاغلی مالکي او ایراني مقامات به پر هغو ١١٠ تړونونو له سره غور وکړي چې د دواړو ملکونو تر منځ د سیاست، کلتوري او تجارتي همکاریو په برخه کې موجود دي.

داسې ښکاري چې دواړه خواوې به د بغداد او واشنگټن تر منځ پر هغه تازه امنیتي تړون هم غور وکړي چې له مخې یې امریکايي قواوې کولای شي تر ٢٠١١م کال پورې په عراق کې پاتې شي. ایران په اصل کې ددغه تړون مخالف دی.

بغداد او واشنگټن پر ایران تور لگوي چې تهران د هغو افراطي عناصرو ملاتړ کوي چې په عراق کې د عراقي او نړیوالو قواوو په خلاف جنگیږي. ایران دغه تورونه بې اساسه گڼلي دي.

XS
SM
MD
LG