د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا نه غواړي د گوانتانامو زندانیان ورشي


د استرالیا حکومت په رسمي ډول د امریکا هغه غوښتنه رد کړې ده چې د گوانتانامو ځینې پخواني زندانیان دې استرالیا ته انتقال شي.

د استرالیا موقتې صدراعظمې جولیا جیرارډ نن وویل، دغه غوښتنه یې ځکه رد کړې ده چې ددوی د ملي امنیت او د مهاجرت د اصولو او قوانینو سره په تضاد کې وه.

جولیا جیرارډ د جمعې په ورځ وویل، د بوش حکومت تیره میاشت له استرالیا نه د بندیانو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه. هغې وویل، استرالیا تیر کال هم د امریکا دغه ډول یوه غوښتنه رد کړې وه.

د امریکا راتلونکي جمهور رئیس براک اوباما ژمنه کړې ده چې په جنوري کې واک ته له رسېدو وروسته به د گوانتانامو زندان وتړي.

خو ددغه زندان د تړل کېدو مخکې باید هغو زندانیانو ته د اوسېدنې یو ځای پیدا شي چې د خوشې کیدو مستحق دي خو د شکنجه کېدو او تعقیبېدو له ویرې خپلو هیوادونو ته نشي ستنېدلای.

د گوانتانامو زندان چې د ٢٠٠١م کال د سپتمبر د ١١مې له تروریستي حملو وروسته جوړ شو، اوس یې د زندانیانو شمیر ٢٥٠ تنو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG