د لاس رسي وړ اتصالات

کیوبا له اوباما سره مذاکرات غواړي


د کیوبا جمهور رئیس راول کاسټرو ویلي دي، غواړي د امریکا له راتلونکي جمهور رئیس سره پرانیستي خبرې وکړي. راول کاسټرو وايي، دی باور لري چې براک اوباما یو صادق او مخلص شخص دی او کولای شي د دواړو ملکونو تر منځ اړیکې ښې کړي.

خو کاسټرو ویلي، دی کومه عجله نلري او په دې خبره هم کافي یقین نلري چې اوباما به وکولای شي، د هغه په خبره د امریکا د دښمنئ پالیسي بدله کړي.

ښاغلي اوباما ویلي دي چې غواړي د کیوبا له مشرانو سره خبرو ته کښیني. خو دا خبره یې واضح کړې چې دی پر کیوبا باندې د اقتصادی بندیزونو طرفدار دی تر څو هغه ملک یو دیموکراتیک بدلون ته مجبور شي.

د راول کاسټرو څرگندونې د جمعې په ورځ په یوه تلویزیون خپرې شوې. له دې یوه ورځ مخکې، په کیوبا کې د هغه انقلاب ٥٠مه کلیزه ولمانځل شوه چې له مخې یې فیډل کاسټرو واک ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG