د لاس رسي وړ اتصالات

بغداد کې ځانمرګي ۳۵ تنه ووژل


د عراق امنیتی مامورین وایی چی په شمالی عراق کی د شیعه گانو د یوه زیارت د ننوتو په دروازه کی د یوی ښځینه ځان مرگی په حمله کی لږ تر لږه ٣٥ تنه وژل شوی او ٦٥ تنه نور یی زخمی کړی دی.

چارواکی وایی چی ځان مرگی د زیارت په دخولی دروازه کی د زیارت کونکو د گڼه گوڼی په مینځ کی ځان په بم کی والوزاوه.

زیارت کونکو د راتلونکی اونی لپاره د آشورا د ورځی لپاره تیاری نیوه.

امنیتی مامورین وایی چی د امام موسی ال قدهیم په زیارت کی د بم په چاودنه کی اکثره قربانیان ایرانیان وو چی په هغو کی ښځی او ماشومان هم شامل وو.

ټاکل شوی چی په سل گونو زره شیعه گان په بغداد او کربلا کی د جنوری په اومه نیټه د عاشورا د ورځی د نمانځنی لپاره راټول شی.




XS
SM
MD
LG