د لاس رسي وړ اتصالات

بوش په غزه کې اوربند ته شرایط ایښي


جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش د لومړی ځل لپاره په منځنی ختیځ کې د ټولو نه د وروستی ستونزی په باره کې خبری کړیدی.

ښاغلې بوش پخپله هفته ایزه راډیو وینا کې په غزه کې د اوربند په باب خپل شرائط ایښی دی. جمهور رئیس وائې، هر اوربند چې کیږی هغه باید معنۍ ولری او ټول ئې باید احترام وکړی.

"یو اړخیز اوربند د منلو وړ ندی چې په اسرائیلو باندی د توغندیو دتوغولو سبب شو. او د حماس وعدی به ځانله کافی نوی، د څارنی میکانیز باید وی چې ددی ډاډ ورکړی چې په غزه کې ټرورستی ډلوته په قاچاق سره دوسلو رسول باید پای ته ورسیږی."

ښاغلی بوش پخپله راډیو وینا کې چې یوه ورځ مخکی خپره شوه، ددغه جنجال په باره کې دسپینی ماڼۍ په رسمی نظر باندی بیا ټینگار وکړ. ښاغلی بوش وویل، دغه تاو تریخوالی حماس پیل کړیدی.

ښاغلئ بوش: "حماس دغه تازه تاوتریخوالی ته لمن وهلی ده چې یوه فلسطینی ترورستی ډله ده، ایران او سوریه ئې ملاتړ کوی چې د اسرائیلو د تباه کولو غوښتنه کوی."

ښاغلی بوش وویل، دغې افراطی ډلی د کودتا له لاری دغزی تړانگه نیولی ده او په پرله پسی توگه ئې په اسرائیلو باندی دتوغندیو په توغولو سره دهغه اوربندنه سرغړونی کړیدی چې دمصر په مینځگړیتوب شوی و.

ښاغلئ بوش: "د ډسیمبر په ١٩ نیټه حماس اعلان وکړ چې اوربند ختم شویدی او سمدستی ئې په اسرائیلو باندی دتوغندیو او هاوانو باړونه وچلول چې هدف ئې بی گناه اسرائیلیان وو . دا د دهشتگری یوعمل دی چې د فلسطین دخلکو قانونی مشر جمهور رئیس عباس ئې هم مخالفت کړیدی."

ښاغلې بوش پدی ټکی ټینگار وکړ چې امریکا په هغو کوښښونو کې شامله ده چې هدف ئې ددغه تاوتریخوالی ختمول دی.

ښاغلی بوش د جمهور رئیس محمود عباس، د اسرائیلو د صدر اعظم یهود اولمرټ، د مصر، اردن او د سعودی عربستان د مشرانو سره د خپلو خبروپه باب هم څرگندونی وکړی.

جمهور رئیس بوش وویل، دغزی په تړانگه کې بشری وضع د ټولو داندیښنی وړ ده. مگر هغه له اسرائیلو نه و نه غوښتل چې په غزه باندی خپلی حملی بندی کړی.

ښاغلئ بوش: د اسرائیلو مشرانو پخپلوخلکو باندی ددغو حملو په ځواب کې په غزه کې د حماس په مرکزونو باندی نظامی عملیات پیل کړل. د دوی دسټراټیجی دیوې برخی په حیث دحماس ترورستان اکثره وخت په ملکی کسانو کې ځانوه پټوی چې بی گناه فلسطینیان دخطر سره مخامخ کوی.

ښاغلی بوش پرون د جمعی په سهار دبهرنیو چارو دوزیری کانډولیزا رائس سره مشوره وکړه چې هغه ددرستی نړۍ دمشرانو سره دغزی دحالاتو په باب تقریبا پرله پسی خبری کوی.

لیکن میرمن رائس پلان نلری چې سیمی ته ولاړه شی چې ددی یوه نخښه داده چې څه دپاسه دوه هفتی ئې د قدرت پاتی دی چې د ښاغلې بوش اداره تیاری نیسی چې خپل جانشین منتخب جمهور رئیس بارک اوباما ته قدرت تسلیموی او دغه ستونزه ورته پریږدی.

ښاغلې بوش پخپله راډیوئې وینا کې څرگنده کړه چې ښاغلې اوباماته ئې دوروستیو پرمختگونو په باره کې معلومات ورکړیدی.

ښاغلئ بوش: زما حکومت به منتخب جمهور رئیس او دهغه ډلی ته معلومات په دوامداره توگه ورکوی. او په منځنی خیتځ کې به د امریکا هدفونه څرگند وی. موږ دخپلو متحدینو او د اسرائیلو د آزادو خلکو لپاره امنیت او سوله غواړو. موږ د فلسطین د خلکو لپاره د فلسطین یو سوله ایزاو ډیموکراتیک دولت غواړو چې دخپلو خلکو خدمت او دخپلو گاونډیانو احترام وکړی."

په عینی وخت کې اسرائیل په غزه باندی خپلو حملوته دوام ورکوی او حماس دقصد اخیستلو ژمنه کړیده. د تیری هفتی په جنگونو کې څه د پاسه ۴٢٠ تنه فلسطینیان وژل شویدی او تقریبآ دوه زره تنه نور زخمیان شویدی.

د هغه وخت نه راپدی خوا چې دغه جنگ پیل شویدی د حماس دتوغندیو په ډزو کې څلورتنه اسرائیلیان وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG