د لاس رسي وړ اتصالات

'اداري فساد پر افغان حکومت اعتماد کمزوری کړی'


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې په افغانستان کې اداری فساد پر حکومت باندی د خلکو اعتماد کمزوری کړېدی. ورځپاڼه لېکی دېته چمتو واوسی چې شپږ زره ډالره د ېوې لاری لپاره رشوت ورکړی چې پولېس طالبانو ته خبر ورنکړی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې افغانستان ته په ملېاردو ډالره امرېکا ېې او د نورو خارجی هېوادونو مرستی وررسېږی. اداری فساد او رشوت پکې زښت ډېر شوېدی. دا داری فساد د ترافېکو د ېو پولېس نه نېولی د ښاغلی کرزی په اداره کې لوړپوړه چارواکېو ته رسېږی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې ښاغلی کرزی په دغه اداری فساد باندی په عام محضر کې اعتراف کړېدی هغه په ېوه وېنا کې ووېل چې ددی ملک ټولو سېاستمدارانو ډېرې پېسی لاسته راوړی دی.

ورځپاڼه لېکی چې ښاغلی کرزی دا وېنا کلېوالی سېموته د انکشاف په ېوه کنفرانس کې د تېرکال د نومبر په مېاشت کې وکړه.

هغه ووېل: خدای پوهېږی چې دا پېسی بې حده ډېرې دی. د نړی بانکونه زموږ د سېاستمدارانو په پېسو ډک دی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې منتخب جمهور رئېس براک اوباما به نه ېوازې افغانستان د ېاغې طالبانو نه خلاصوی او نورعسکر به ورلېږی، بلکه افغانستان به په خپله له خپل حکومت نه هم ژغوری.

نېوېارک ټاېمز د افغانستان د مالېی د پخوانی وزېر اشرف غنی په حواله لېکی چې دې حکومت د حکومت کولو قدرت او صلاحېت له لاسه ورکړیدی ځکه چې د پردی ترشا حکومت د چارو واگی په لاس کې اخېستی دی.

ښاغلی اشرف غنی په ٢٠٠۴ مېلادی کال کې له خپلې وظېفی نه استعفی وکړه. هغه ووېل چې ددې حکومت واک او اختېار د مخدره موادو قاچاقبرانو په لاس کې اخېستی دی او اوس ېې په بشپړ ډول خپل ځانونه محکم کړېدی.


XS
SM
MD
LG