د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په غزې تراډې کې خپل پرمختگ ته دوام ورکوي


د اسرائیل ځمکنۍ قواوې په غزې تراډې کې خپل پرمختگ ته دوام ورکوي او د جگړې له پیل راهیسي تر اوسه له پنځه سوو څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د اروپا ځیني چارواکي سیمې ته تللي او د اوربند د نافذیدو هڅې کوي. د اسرائیل په زرگونو ځمکني ځواکونو نن د دوشنبې په ورځ هم د غزې په تراډه کې خپل پرمختگ ته دوام ورکړ.

سیمې ته د نړېوالو منځگړو له رسېدو وروسته چې په هغو کې د فرانسې جمهور رئیس نیکولای سرکوزی هم شامل دی، د غزې په تراډه کې که څه هم نن د اسرائیل د هوایي د بریدونو پخوانی زور نه لیدل کیده او داسې مالومېده چې نور په ټپه درېدلي، خو بیا هم ځای ځای د ډزو غږ تر غوږه کېده.

د وروستیو شمېرو له مخې چې د م م مامورینو، د حماس چارواکو او روغتیایي کارکوونکو ورکړي، پر غزې باندې د اسرائیل له وروستي برید راهیسي، تر اوسه پنځه سوه و دوولس فلسطینیان مړه او نژدې دوه نیم زره نور ټپیان شوي دي.

بل پلو ویل کیږي چې په دغو بریدونو کې تر اوسه یو اسرائیلی عسکر وژل شوی او نژدې څلویښت نور ټپیان دي.

د منځني ختیځ او اروپا ځینو هېوادونو ددغو پراخو عملیاتو په خاطر، پر اسرائیل سختې نیوکې کړي دي.

د م م سرمنشي بان کي مون نن د دوشنبې په ورځ د امنیت له شورا وغوښتل چې په غزې کې د اوسني تاوتریخوالي د ژر تر ژره پای ته رسېدو له پاره هڅې وکړي. هغه په غزې کې د بشري حالت په اړه خپله ژوره اندیښنه وښوده.

بل پلو، د مصر جمهور رئیس حسني مبارک نن دوشنبه د شرم الشیخ په ساحلي ښار کې له یو جگپوړي اروپايي پلاوي سره وکتل او په غزې کې یې د اوسنیو ناکراریو په هکله ورسره خبرې وکړې.

تمه ده چې په دې خبرو کې د فرانسې جمهور رئیس نیکولای سرکوزي هم برخه واخلي. سرکوزي پر غزې باندې د اسرائیل د ځمکنیو قواوو برید غندلی او پر حماس یې هم د دغو بریدونو د راپارونې په تور انتقاد کړی دی.

د بریتانیې صدر اعظم گورډن براون د یکشنبې په ورځ د سمدستي اوربند غږ وکړ او ویې ویل:

"موږ یوه عاجل اوربند ته ضرورت لرو. د ملامت کولو لړۍ به بیا وروسته پیل شي، خو په دغې خطرناکې شیبې کې فکر کوم موږ ته په کار ده چې ‏ژر تر ژره ډیپلوماتیک اقدام وکړو."

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر، محمود عباس هم د یکشنبې په ورځ پر غزې تراډې باندې د اسرائیل برید وغانده او د اوربند غوښتنه یې وکړه.

عباس: "دا تر ټولو شدید وحشیانه بریدونه دي چې موږ یې اړ ایستو څو تېره شپه د م م د امنیت شورا ته شکایت وکړو. امنیت شورا غونډه وکړه خو کومه پایله یې نه درلوده. باید نتیجه یې دا وای چې زموږ پر خلکو یې ددغو خونړیو بریدونو د مخنیوي پریکړه کړې وای. موږ به سبا بیا هم خپله غوښتنه تکرار کړو."

په همدې حال کې د م م سازمان هلې ځلې کوي څو اسرائیلي مقامات په دې راضي کړي چې غزې تراډې ته د مرستو د رسېدو لارې پرانیزي.

د مرستو یو کاروان دمخه لا په اسرائیل کې د غزې پولې ته نژدې، کرم شالوم سیمې ته رسېدلی او له سرحد څخه د تېرېدو په تمه دی.

XS
SM
MD
LG