د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې د امرېکا نوی سفارت پرانېستل شو


د امرېکا متحده اېالاتو په عراق کې خپل نوی سفارت پرانېستی دی. رپوټ واېې دا په ټوله نړی کې د امرېکا ستر سفارت دی.

د نوی سفارت ودانی تر څلوروسو زرو مربع مترونه زېاته پراخه زمکه کې جوړ شوېدی.

دا سفارت د بغددا په شنه سېمه کې چې امنېت ېې ډېر سخت ساتل کېږی پروت دی. دغه سفارت نن پرانېستل شو او په مراسموکې ېې د عراق جمهور رئېس جلال طالبانی او دامرېکا د خارجه وزارت مرستېال جان نېگرو پانټی شامل وو.

د امرېکا د سمندری چارو عسکرو د امرېکا بېرغ هلته په داسی حال کې پورته کړ چې د امرېکا ملی سرود غږول کېده.

د نوی سفارت لگښت شپږوسووملېونو ډالرو ته رسېږی او تر زرونه زېات مامورېن پکی ځاېېږی. په دې ودانۍ کې داوبو ذخېره او د برېښنا تولېدونکی سامانونه موجود دی.

XS
SM
MD
LG