د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان وایی چی د تروریزم سره جگړې ته به دوام ورکړی


د افغانستان او پاکستان مشرانو ویلي دي چی دوی دې ته متعهد دي چی د تروریزم سره د جگړې په مقابل به په گډه کار کوی.

د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري او د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د سه شنبې په ورځ په کابل کي سره وکتل او د امنیتي چارو، تجارت او ځینو نورو مسالو په باب یې خبري وکړې.

وروسته دواړو په یوه خبري کنفرانس کس برخه واخیسته.

ښاغلي کرزي ددواړو ملکونو اړیکي دوستانه وبللې او و یې ویل چی دوی به د خپلو همکاریو پیاوړتیا ته دوام ورکړی.

دواړه ملکونه د خپل گډ سرحد په اوږدو کی د القاعدې او یاغي طالبانو سره په جگړو اخته دي.

اکثره یاغیان وروسته له هغه چی په ٢٠٠١ کال کی د امریکا په مشري قواو پر افغانستان یرغل وکړ، د پاکستان قبایلي سرحدي سیمو ته وتښتیدل.

واشنگټن او کابل وایی چی دغه یاغیان په افغانستان کی ددوی پر قواو باندي د حملو د پاره پاکستان د خپلي اډې په توگه استعمالوي.

XS
SM
MD
LG