د لاس رسي وړ اتصالات

هند: په حملو کې پاکستاني مقاماتو لاس درلود


د هند صدر اعظم من موهن سنگ ووېل هغو ترهگرانو چې د نومبر په مېاشت کې ېې د مومبی خونړی حملی وکړلی باېد چې په پاکستان کې د کومی رسمی موسسی له خوا نه ورسره ملاتړ شوی وي.

ښاغلی سنگ نن د سه شنبی په ورځ دا تورونه په هغه امنېتی کنفرانس کې ولگول چې په نوی ډېلی کې شوی و.

د ښاغلی سنگ خبری ېو څو ساعته وروسته له هغه نه وشوی چې دهغه حکومت اسلام اباد ته هغه څه ورکړل چې واېې داسی شواهد پکی موجود ول چې دا څرگندوی چې دمومبی حملی د ېوشمېر پاکستانی عناصرو له خوانه شوی وې.

د هند صدر اعظم پر اسلام اباد باندی تور ولگاوه چې پاکستان د جگړې وېره او خوف پېدا کوی او اورته ېې لمن وهی.

خو هغه د هند د خلکو ستاېنه وکړه چې په وحدت او ېووالی کې ېې ثبات او استقامت وښوده.

د هند خارجه وزارت واېې چې شواهد دا څرگندوی چې حمله کوونکی پاکستانېان ول. دا کسان په پاکستان کې د لشکر طېبه په واسط روزل شوی او په وسله سنبال شوی ول.

چارواکی واېې چې په هغه معلومات کې پاکستان ته ورکړل شویدی د هغه ټوپک والا له خوا نه تفصېلی معلومات شامل دی چې له حملونه ژوندی پاتی شوېدی.

په دې برخه کې د ټوپک والاو ترمنځ خبری او په پاکستان کې دهغوی مشرانو ترمنځ د خبرو تفصېلات شامل دی. ددې ترڅنگ هغه معلومات هم پکی شامل دی چې له سټېېلاېټ ټېلېفونه نه اخېستل شوېدی.

د پاکستان خارجه وزارت ووېل چې مسوول چارواکی دهغو شواهد کتنه کوی چې هند ورکړېدی. نوی ډېلی د خپلو تحقېقاتو اسناد اوشواهد څو نورو هېوادونو ته هم ورکړېدی.

په دې جمله کې د امرېکا هېواد هم شامل دی. هند غواړی چې په اسلام اباد باندی نړېوال فشار زېات کاندی چې دترورېستانو خلاف سخت گامونه اوچت کاندی.

د هند صدر اعظم من موهن سنگ د شنبی په ورځ ووېل چې دی هېله من دی چې پاکستان به له درک او احساس نه کار واخلی او دمومبئ په حملو کې لتاړ مشکوکان به هند ته د محاکمی لپاره تسلېم کړی.

د هند خارجه وزېر پراناب مکرجی د نومبر د مېاشت دغه تروروېستی حملی د نه بښلو وړ جناېت بللی دی. خو د پاکستان مشرانو د اخبره رد کړېده چې کوم احتمالی مشکوک په لاس ورکړی.

هغوی واېې چې دپاکستان او هند تر منځ داسی کوم تړون نشته چې ددې کار اجازه ورکړی.

په هرصورت من مهن سنگ د سه شنبې په ورځ پوره احتیاط نه کار واخیست چې اسلام اباد نیغ په نیغه ملامت نه کړي او په دې توگه یې د دواړو اتومی رقیبانو ترمنځ موجوده تشنج په ټیټه کچه وساته.

ښاغلي سنگ د جگپوړو مامورنیو سره د هند امنیتي وضعیت په داسی حال کې وڅیړو چې یوه ورځ مخکې هندوستان د ممبئ د بریدونو په اړوند پخوانې دوسیه چې د هندي چارواکو په وینا شواهد پکې موجود دي چې برید د پاکستان په خاوره کې طرحه شوی و، د پاکستان حکومت ته وسپارله.

ښاغلي سنگ وایې چې دا برید د پاکستان میشتې سخت دریځه جنیگالۍ ډلې لشکر طیبه سرته رسولي.

XS
SM
MD
LG