د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پارلمان پر کمزوري اقتصاد غږیږي


د امرېکا د ېوولسم کانگرېس دا داېرکېدلو لپاره نن د سه شنبی ورځ ټاکل شوېده. تمه کېږی چې د کمزوری اقتصاد به برخه کې بحث کانگرېس په اولو غونډو کې ترټولومهمه مسله وی.

د امرېکا منتخب جمهور رئېس براک اوباما نن د دوشنبی په ورځ د کانگرېس ددواړو خونو ېعنی مشرانو جرگی او اولسی جرگی له استاځو سره ملاقات وکړ.

په دې برخه کې داهڅه کېږی چې د اقتصاد لپاره ېو داسی محرک پلان جوړ کاندی چې ډېر ژر د کانگرېس منظؤری ترلاسه کړی.

د امرېکا منتخب جمهور رئېس د کانگرېس له غړېونه خواهش کوی چې د اوه سوو بلېونو ډالرو په شاوخواکې بودجه منظور کړی چې په هغو باندی سړکونه، پلونه، عمومی ترانسپورت او مکتبونه ښه کاندی.

په دې کې ېو مقصد دادی چې دری ملېونه نوی وظاېف خلکو ته پېدا کاندی.

په عېن حال کې د په سنا کې د شمېر مسله لاتر اوسه پورې حل شوې نده. د شمالی اېالت مېنی سوتا چارواکېو دېموکرات الفرانکن چې د تلوېزېون پخوانی ټوکمار دی په رسمی ډول تائېد کړیدی چې د نومبر په مېاشت کې ېې د سنا چوکۍ په انتخاباتو کې وگټله.

خو د نورم کولمن نېژدی همکاران واېې چې هغه د انتخاباتو دنتاېجو په برخه کې مسوول مقام ته درخواست ورکړی.

هغوی واېې چې دراې ېو شمېر پاڼې په سمه توگه حسابل شوې ندی.

XS
SM
MD
LG