د لاس رسي وړ اتصالات

د بدخشان د ښځو لپاره موثرې کاري پروژې


په بدخشان کې د بدیل معیشیت د پروګرامونو په لړ کې په سلګونو بې وسې مېرمنې د کوچنیو پروژو له لارې کورنی عاید ترلاسه کوي. دا مېرمنې د کوکنارو پر ځای اوس په کرهڼه، مالداری او د چرګانو په روزنه بوختې دي.

په بدخشان کې د امریکا د متحدو ایالاتو د پرمختیایي اداری یا یو ایس ای ډي، په مرسته په سلګونو بې وسې او کونډې مېرمنې، د بدیل معیشیت د پروګرامونو په لړ کې د کرهڼیزو اقتصادي پروژو نه ګټه اخلي.

ددغو مېرمنو ډېری یې چې د کوکنارو په کروندو کې به په کارونو بوختې وی اوس په خپلو کورونو کې، د ناجوانو او نورو کرهڼیزو بوټو له کرلو کورنی عاید ترلاسه کوي.

د فیض اباد ښار په لویدیځه څنډه کې، د بتاش ددی کلي، مېرمنې د ناجوانو له دی وړو فارمونو له لارې په میاشت کې شاوخوا شپږ زره افغانۍ گټي.

زلیخا د دی کلي اوسېدونکې ده چې د کرهڼېزو اقتصادي پروژو نه ګټه اخلي. زلیخا وايي په میاشت کې د ناجوانو د بوزغلیو له پلورلو څخه پنځه شپږ زره افغانۍ په لاس راوړي چې له دی سره یې کورنی اقتصاد ښه شوی.

هغه وايي دوه کاله یې په پرله پسې توګه د ناجوانو بزغلي پلورلي او ورځنی ژوند یې پری پرمخ بېولی. زلیخا وايي پدی موده کې یې له دغو پروژو له لارې د کور وسایل او یوه غوا چې کورنۍ ته یې شېدی ورکوي اخیستي.

د یو ایس ای ډی دغه پروژی چې، د فاډکو په نوم د یوې موسسې له خوا پرمخ وړل کیږي، د مسولینو په وینا یې د سېمې د مېرمنو له اقتصاد سره زیاته مرسته کړې.

د بدخشان د بهارک ولسوالۍ د چپچې مقزار پدی کلي کې بیا په لسګونو کورنۍ له دغو پروژو ګټه اخلي. حنیفه چې ددی کلي اوسېدونکې ده وايي پخوا یې دومره نه درلودل چې په خپله یې وخوري، خو اوس توانېدلې چې نورو مېندو ته د کار زمینه برابره کړي.

حنیفه وايي اوس یې زده کړي چې څنګه د موسسو له مرستو پرته خپل کارونه پرمخ بوزي او خپل اقتصاد په خپله سمبال کړي.

د یو ایس ای ډي د شمال ختیځ د بدیل معیشیت د پروګرام مسولین وايي، دوی په بدخشان کې شاوخوا شپږه سوه کورنیو ته کرهڼیزې پروژی برابرې کړي او نېږدې دوه زره مېرمنې تری ګټه اخلي. دوی هری کورنۍ ته د ناجوانو په زرګونو بزغلي ورکوي او ددی ترڅنګ میاشتنۍ تنخواوی هم لري.

د پډکو موسسې چارواکې وايي دوی په بدخشان کې د چرګانو د ساتلو پروګرام هم لري چې سل کورنۍ تری ګټه اخلي.

خو ددی ټولو ترڅنګ په بدخشان کې ګڼو مېرمنو بیا اشنا تلویزیون ته ویل، چې دا ډول وړی او لنډ مهالې پروژې که څه هم ورته ګټوری دي، ولې د دوی اساسي ستونزی نه شي اوارولی.

دغو مېرمنو په مرستندویه ټولنو نېوکه کوله، چې بنسټېزو چارو ته پام نه کوي او د دی پرځای چې په عمومي ډول کار وکړي څو کورنیو ته کار کوي.

XS
SM
MD
LG