د لاس رسي وړ اتصالات

د بینظیر بوټو لور انگریزي رپ سندره ویلې


د پاکستان د وژل شوی پخوانۍ صدر اعظمې بی نظیر بوټو مشرې لور د خپلې مور په یادبود یوه رپ سندره لیکلی او ویلی یې ده.

اتلس کلنه بختور بوټو زرداري په انگلیسي ژبه سندرې وایی او رپ کوي.

نوموړې پدی سندره کې دا جمله زیاته وایې چې زه به درد له ځانه لری کړم.

دا جلې د خپلې مور د لیاقت او زړورتیا په هکله په هغه مراسمو کې سندره وایې چې د بی نظیر بوټو د قتل په غم جوړ شوي وو.

دغه پنځه دقیقه یې سندره چې په ویدیو کې یې د وژل شوی بی نظیر بوټو عسکونه ښکاري هرڅوک کولې شي په یوټیوب ډاډ کام ویب پاڼه کې وگوري.

بی نظیر بوټو څه باندی یو کال مخکې په قتل ورسیده.

XS
SM
MD
LG