د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري: له کرزي سره اوږه په اوږه د ترهگري پر ضد مبازره


د پاکستان جمهور ریس، آصف علي زرداري چې تېره ورځ ماښام کابل ورسېد، د چارواکو د هرکلي ترڅنګ له حامد کرزي سره یې یو ځای خبري کنفرانس هم ورکړی.

زرداري نن ورځ هم په کابل کې تېره کړه او د افغانستان د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره یې لیده کاته وکړل.

اصف علي زرداري د سې شنبې په ورځ افغانستان ته په خپل لومړني رسمي سفر کې د حامد کرزي او د افغانستان د حکومت لوړ پوړو چارواکو له تود هرکلي سره مخ شو.

د ارګ په ماڼۍ کې د تشریفاتو د قطعې له کتلو وروسته د دواړو هیوادو مشران دوه په دوه خبرو ته سره کښېناستل او دا ډول د دواړو مشرانو په مشرۍ پلاوو ترمنځ هم خبری اترې وشوې.

اصف علي زرداري چې د حامد کرزي په بلنه کابل ته سفر وکړ د ارګ په ماڼۍ کې یې د حامد کرزي له خوا په ترتیب شوی میلمستیا کې هم برخه واخیسته.

وروسته بیا د دواړو هیوادو ولسمشرانو یوه خبري کنفرانس ته ویناوې وکړې. جمهور ریس حامد کرزي له اصف علي زرداري سره خپله لیدنه او کتنه زیاته ګټوره وبلله.

دی خبري کنفرانس ته اصف علي زرداري د افغانستان له حکومت سره د تروریزم په وړاندې د ګډی مبارزې یادونه وکړه او وی ویل غواړي نړیوالو ته ووايي چې دی له حامد کرزي سره یو ځای اوږه په اوږه له تروریزم سره جنګیږي.

دواړو مشرانو یو ځل بیا د ښې همکارۍ یادونه وکړه. اصف علي زرداري هغه څه چې ګوا کې د پاکستان استخباراتي اداری د افغانستان په نا امنیو کې ښکېلې دي ردې کړې، وی ویل دواړه لوري له دی نا امنیو درد احساسوي.

جمهور ریس کرزي په کندهار کې په انجونو د تیزابو د شیندلو د پېښې په باب وویل، پدی اړه یې استخباراتي ادارو له پاکستان سره معلومات شریک کړي.

دا ډول د دواړو ولسمشرانو په وړاندې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښې او ګډی همکارۍ یو تړون هم لاسلیک کړ.

ګڼ څیړونکي د اصف علي زرداري دا سفر په یوه مهم وخت کې ارزښتناک شمیري. سناتور او د افغانستان د سولې د ملي جرګې مشر ډاکټر باختر د اصف زرداري د راتګ په خاطر د کابل په سړکونو د هغه او د جمهور ریس کرزي انځورونه او د پاکستان او افغانستان بیرغونه ځوړند شوي وو.

همدا شان، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن چهارشنبې وویل چې پاکستان نه غواړي د هند سره جگړه وکړي.

شاه محمود قریشي چې افغانستان ته په سفر کې دی، وویل چې هغوئ په سیمه کې سوله او ثبات ټینگیدل غواړي او پدی اړه د پاکستان دریځ روښانه دی.

قریشي په یو ځواب کې وویل چې که چیرته جگړه پر پاکستان تحمیله شي نو بیا به دوی هم په جگړه لاس پوری کړي.

د سه شنبې په ورځ د هند صدر اعظم من موهن سنگ ویلي وو چې پاکستان جگړې ته لمن وهي او پر ممبئ بریدونو کې یې د پاکستان ځنې ادارې په لاس لرلو گرمې وبللی.

XS
SM
MD
LG