د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او د امریکا پر خارجی پالیسیو باندی دقیق غور


د بلوم برگ خپرونه لېکی چې د منتخب جمهور رئېس براک اوباما د جمهوری رېاست مرستېال جوباېډن د سنا د ېوه پنځه کسېز هېئت سره جنوب غربی اسېا ته په رسمی سفر دهېئت د مشر په توگه ولاړ شی.

دا سفرپه داسی حال کې کېږی چې د منتخب جمهور رئېس براک اوباما نوی اداره د سېمی د هېوادونو لکه افغانستان او پاکستان په برخه کې د امرېکا پر پالېسی باندی له سره غور او کتنه کوی.

هغه سناتوران چې له جو باېډن سره د دغه سفر په ېوه برخه او ېا ټول سفر کې ملگری دی په هغو کې دېموکرات سناتور جان کېري چې په اېنده کې به د سنا د خارجی اړېکو د جرگه گۍ رئېس وی، دېموکرات سناتور جک رېډ، جمهوری غوښتونکی سوسن کالېنز او لېنډسی گراهام شامل وی.

رپوټ واېې چې دا خبری په هغه خبر لېک کې د جو باېډن دفتر د سه شنبی په ورځ خپورکړوشولې.

بلومبرگ د جو باېډن د نطاقی اېلزابېت الېگزاندر له قوله لېکی چې ددی سفر مقصد د حقاېقو پېدا کول دی.

هغی ووېل چې په راتلونکېو مېاشتو کې به د امرېکا اجرائېه او مقننه قوه دواړه په ډېر غور باندی د امرېکا پر پالېسی باندی د سېمی په برخه کې کتنه او مطالعه وکړی.

خپرونه لېکی چې دا سفر به دمنتخب جمهور رئېس براک اوباما له هغو دوه اهدافو سره چې دهغه د ترجېحاتو په لېست کې شامل دی مرسته وکړی:

ېوهدف خو دا دی چې منتخب جمهور رئېس براک اوباما غواړی د امرېکا دخارجی پالېسی ترټولو مهمه توجه له عراق نه افغانستان ته ور واړوی او په دې برخه کې د امرېکا د دواړو مهمو گوندونو ترمنځ دحل په لاره باندی توافق منځته راولی.

چارواکی په دې خبره غور کوی چې داسی پالېسی او پلان جوړ کړی چې د طالبانو د بغاوت له بېا را فعالېدلو سره په افغانستان او د پاکستان په سرحد کې موثره مقابله وکړی او له هغه احتمالی ترورېستی خطر سره هم موثره او اغېزمنه مقابله وکړی چې افراطېانو منځته راوړی دی.

منتخب جمهور رئېس اوباما دا پلان همدا اوس منظور کړېدی چې شل زره نورې امرېکا ېې قواوې افغانستان ته ولېږی چې د ناټو موجوده ٦٢ زره قواوې په افغانستان کې لاهم پسی تقوېه کړی.

ددغه سفر نور تفصېلات چې ددې اونۍ په اخر کې به شروع شی لاتر اوسه پورې دامنېتی دلاېلو پر بنا بېان شوي ندی. خو مېرمن الېگزاندر ووېل چې ددې سفر تفصېلات به هغه وخت راڅرگند شی چې په سفر باندی پېل وشی.

د بلومبرگ خپرونه لېکی چې د باسټن د مساچوسټ سناتور جان کېری به د جوباېډن په ځای په سنا کې د خارجی اړېکو د جرگه گۍ مشرشی ځکه چې جو باېډن به دمنتخب جمهور رئېس براک اوباما مرستېال وی.

سناتور جک رېډ،سوسن کالېنز، او لېنډسی گراهام د امرېکا په سنا کې د وسله والو خدماتو د جرگه گۍ غړی دی. په دغه سفر کې به چې د حقاېقو د معلومولو لپاره کېږی، د سفرغړی بهرنېو مشرانو ته دا خبره په واضحه توگه وکړی چې دوی دلته ددې لپاره ندی راغلی چی د امرېکا د حکومت په نماېندگی و غږېږی اوېا د امرېکا داتلونکی ادارې د خارجی پالېسی په باب څه نکات هغو ته وړاندی کړی.

الېزابېت الېگزاندر ووېل د سفر غړېود بش د اداری له همکاری نه چې ددی سفر شراېط ېې ورته برابر کړل مننه وکړه.

XS
SM
MD
LG