د لاس رسي وړ اتصالات

'اته تنه' نن د اسراېلی عسکرو په ډزو کی ولگېدل او ووژل شول


اسراېل واېې چه هره ورځ به ددرېو ساعتونو لپاره حملې بندوی او په غزه کې ېې خلکو ته د خوراکی موادو د ذخېره کولو په خاطر د موقع د برابرولو لپاره په اصطلاح د ېو بشری کارېډور ېا دالان د پرانېستلو فېصله کړی ده.

په غزه کی د خوراکی موادو، پاکو اوبو او دواگانو دکموالی په وجه اوس ډېر زېات تشوېش را پېدا شوی دی. په غزه کی په زېات شمېر د ملکی خلکو د وژل کېدلو له امله هم په اسراېلو باندی په نړېواله سطحه باندی انتقادونه زېات شوی دی.

توقع کېږی چه نن به د اسراېلو د امنېتی چارو کابېنه خپله غونډه وکړی او په دې باب به پرېکړه وکړی چه اېا په غزه کې خپل نظامی عملېات پراخه کړی او عسکرو ته اجازه ورکړی چه د غزې پر نفوسه سېمو ته ورننوځی او که نه.

په عېن وخت کې نن ددی اعلان نه مخکی، د اسراېلو پوځ په غزه کی د حماس څلوېښت ځاېونه په نښه کړل او وېې وېشتل. په دې حملو کې اسراېلی قواو دجنگی الوتکو او درندو توپونو نه استفاده وکړه.

ډاکتران واېې چه اته کسان نن د اسراېلی عسکرو په ډزو کی ولگېدل او ووژل شول. د حماس جنگېالو هم په ځواب کې د اسراېلو په جنوبی برخو باندی راکټونه ووېشتل، خو څه تلفات ېې نه دی وراړولی.

د سه شنبی په ورځ د اسراېلو پوځ په غزه کې دملگرو ملتونو ترکنترول اندی ېوه ښوونځي باندی ډزی وکړی او څلوېښت کسان ېې ځای په ځای ووژل.

په دغه ښوونځی کی په سلگونو ملکی خلکو پناه اخېستلی وه.

د ملگرو ملتونو عمومی منشی بانکی مون وېل چه په غزه کی د ملگرو ملتونو د مرکزونو په لوری ډزی کول او په نښه کول ېې دمننی وړی نه دي.

د اسراېلو په دغو پراخو هواېې او زمکنېو بمبارېو کې تر اوسه پوری په غزه کی شپږ سوه اوېا فلسطېنېان وژل شوی دی چه ېوه زېاته برخه ېې ملکی خلک او ماشومان ؤ. تقرېبا دوه نېم زره نور ېې زخمېان شوی دی.

XS
SM
MD
LG