د لاس رسي وړ اتصالات

حزب الله: اسراېل د حماس سازمان تباه کولی نه شی


په غزه باندی د اسراېلو ددولس ورځنی ځمکنی او هواېې ېرغل په ځواب کې اوس د لبنان د حزب الله تندروې ډلې د اسراېلو په خلاف خپلې لفظی حملې زېاتې کړی دی.

نن په ېوه تلوېزیونی وېنا کې د حزب الله رهبر حسن نصرالله اسراېلو ته اخطار ورکړ چه د حماس سازمان تباه کولی نه شی.

حسن نصرالله گواښ وکړ که اسراېلو په لبنان باندی بېا کوم پوځی ېرغل وکړ نو حزب الله به ېې د ماتی سره مخامخ کړی. دا لومړی وار دی چه د حزب الله مشر د اسراېلو او لبنان ترمنځ د ېوه بل جنگ د امکان په باب په ښکاره ډول اخطار ورکوی.

اسراېلو هم اخطار ورکړی ؤ چه حزب اله دې د اسراېلو په خلاف د جنگ د دوهمې جبهې د پرانېستلو په هکله سوچ نه کوی. د حزب الله چرېکانو د اسراېلو دپوځ سره په کال شپږ د پاسه دوه زره مېلادی کی څلور دېرش ورځی ډېر سخت جنگ وکړ، چه برابر دولس سوه کسان په کې ووژل شول.

ددغو خلکو قاطع اکثرېت ملکی خلک ؤ. تقرېبا ېو سلو شپېته اسراېلېان هم ووژل شول.

جنگ هغه وخت شروع شو چه حزب الله د اسراېلو په شمالی سرحد کی دوه عسکر وتښتول او ېو شمېر نور ېې په ېوه چرېکې حمله کې ووژل.

XS
SM
MD
LG