د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې  پر بندیانو غور کوي


امریکایي محکمه په هغو کسانو باندی غور کوی چی په افغانستان کی د امریکایي قواو په توقیف کی دي.

د امریکا یو قاضي په دې باندی غور کوی چی هغه څلور تنه به چی په افغانستان کی د امریکا په یوه نظامي اډه کی بندیان دي هم د گوانتانامو د زندان د بندیانو په شان حقوق ولری که نه.

هغوی دوه یمنیان، یو ټونیسی اویو افغان دی او څارنوالانو د هغوی دوسیې پرون د چارشنبې په ورځ په واشنگټن ډي سي کی یوې محکمې ته وړاندي کړي دي.

دغه دوسیې په ٢٠٠٨ کال کی د سترَي محکمې د هغي پریکړي له مخي ترتیب شوي دي چی د گوانتانامو بندیان دا حق لری چی د خپل بند په باب محکمې ته عریضه ورکړی.

د امریکا یوه څارنوال وویل چی د توقیف دغه دوه مرکزونه سره بیل دي او ځکه نو د محکمې د یوې خاصي فیصلې په اساس باید د هغوی په باب پریکړي ونه سی.

هغه وویل چی د بگرام اډه د گوانتانامو نه فرق لری او دا ځکه چی بگرام د جنگ ډگر دی او په هغه سیمه کی لا نظامي عملیات روان دي.

XS
SM
MD
LG