د لاس رسي وړ اتصالات

د عربستان لومړنی پاچا


د ١٩٢٦م کال په همدې ورځ، عبدالعزیز ابن سعود د حجاز پاچا شو او وروسته یې د حجاز نوم په سعودي عربستان بدل کړ.

د نجد کورنۍ په نولسمه پیړئ کې د عربي ټاپو وزمې په ډیره برخه حاکمه وه خو د مصر حاکم محمد علي پاشا په ١٨١٨م کال کې السعود واکمني له منځه یووړه.

له دې وروسته تر اتیا کلونو پورې د ال سعود کورنۍ له واک نه لرې وه.

عبدالعزیز ابن سعود له خپل پلار سره په دغه وخت کې د عربو په ساحلي ښار کویټ کې په جلاوطنۍ کې ژوند کاوه. هغه یو با حوصله انسان وو او تل په دې فکر کې وو چې یوه ورځ نه یوه ورځ به د خپل د پلار او نیکونو له لاسه وتلی حکومت بیرته حاصلوي.

بلاخره په کال ١٩٠٢م کې عبدالعزیز ابن السعود له خپلو ٢٥ تنو ملگرو سره د نجد پایتخت د ریاض ښار ونیوه. دغه وخت دی ٣٠ کلن و.

په ١٩١٣م کال یې د فارس په خلیج کې د الحسا ساحلي ایالت ونیوه چې د عثماني ترکیې په لاس کې و. له دې څو کله وروسته کله چې لومړی نړیوال جنگ پیل شو، که څه هم ال سعود له برتانیې سره دوستانه اړیکې وساتلې خو د ترکیې په خلاف یې په هیڅ راز اقدام لاس پورې نه کړ.

د نړیوال جنگ له ختمېدو وروسته، شریف حسین ځان د حجاز د خلیفه په توگه اعلان کړ. همدغه وخت چې عبدالعزیز ال سعود په کلکه وسله واله مبارزه لاس پورې کړ او په دریو میاشتو کې یې ټول حجاز ونیوه.

او د ١٩٢٦م کال د جنوري په اتمه یې ځان د حجاز د پاچا په توگه اعلان کړ. هغه د ١٩٣٢م کال د سپتمبر په ٢٢مه د حجاز نوم په سعودي عربستان واړاوه.

پاچا عبداالعزیز د ٥٠ او ٦٠ په شاووخوا کې اولادونه لرل. هغه د ١٩٥٣م کال د نومبر په ٩مه وفات شو او پر ځای یې د هغه زوی سعود بی العزیر د سعودي عربستان پاچا وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG