د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی وايي، رپوټونه دې ته اشاره کوي چې د امریکا ددې هفتې په عملیاتو کې چې د یاغي طلبانو په خلاف تر سره شوي، ١٧ ملکي خلک وژل شوي دي.
ښاغلي کرزي ددې خبر منبع یاده نه کړه.
د جمهور رئیس د دفتر په یوه بیانیه کې چې نن د پنجشنبې په ورځ خپره شوې ویل شوي دي چې په دې حمله کې چې د سه شنبې په ورځ د لغمان په ولایت کې وسوه، په مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ښاغلي
کرزي وغوښتل چې ایتلافي قواوې دې ملکي خلکو ته د تاوان رسولو نه لاس
واخلي. مگر هغه یاغیان هم په دې وغندل چې د ملکي خلکو نه د سپر په توگه
کار واخلي.