د لاس رسي وړ اتصالات

له لبنان نه په اسرائیلو د توغنديو حمله شوېده


د اسرائیلو په شمال کې د لبنان د خاورې نه څو راکټونه توغول شوي دي. دا په داسې حال کې کیږي چې په غزه کې د اسرائیلو حملې او په اسرائیلو باندې د راکټونو ویشتل دوام لري.

دا ځلي د اسرائیلو په شمال کې د خطر زنگونه ووهل شول. دلته د لبنان د خاورې نه په اسرائیلو د راکټونو گزارونه وشول.

د لبنان په جنوب کې د ملگرو ملتو د سولې د ساتنی ویاند اندري تننتي ددغو راکټونو د ویشتلو خبره منلې ده.

تننتي: "مونږ ددې خبرې تایید کولی شو چې نن سهار وختي په اسرائیلو د راکټونو لږ تر لږه درې گزارونه شوي دي. دغه راکټونه د لبنان د خاورې او د اسرائیلو د سرحد په شپږ کیلو متری کې د ناقورا د سیمې نه توغول شوي دي."

راکټونو د اسرائیلو سرحدي ښار ناهاریا په نښه کړی دی. د ناهاریا په ښار کې د زړو خلکو یوهستو گڼځی په دې برید کی یو څه ړنگ شوی دی او دوه کسان په کې سطحي ژوبل شوي دي.

اسرائیلو ددغه برید په مقابل کې د توپونو گزارونه کړي دي. د لبنان امنیتي مامورینو ویلي دي چې دوی به د پېښې تحقیق وکړی.

د لبنان صدر اعظم فواد سینیورا ددغه برید غندنه کړېده او ویلي یې دي چې دغه کار د سیمې ثبات ته زیان رسوي. خو د اسرائیلو د ځوابي کار روايي غندنه یې هم کړېده.

تر اوسه پورې د پېښې مسئولیت چا نه دی منلی. خو داسې ښکاري چې په لبنان کې یوې فلسطینی ډلې ممکن دا کار کړی وي، او ممکن دا برید د لبنان د حزب الله کسانو نه وي کړی.

حزب الله د اسرائیلو سره په ٢٠٠٦ کال کې سخته جگړه وکړه. داسې نه ښکاري چې د لبنان نه په اسرائیلو د راکټونو ویشتل ددوهمې جبهې د پرانستلو په معنی وي.

خو سره ددې هم دا کار په اسرائیلو کې اندیښنې پیدا کړي دي. کله چې په غزې باندې حملې پیل کیدلې د اسرائیلو د دفاع وزیر اهود بارک ویلي ؤ چې دوی د اسرائیلو په شمال کې هم وضعه په ځیر څاري.

اهود بارک: "زه هیله من یم چې وضعه هلته ارامه پاتې شي. خو سره ددې هم مونږ تیارسی یو او د هر ډول برید لپاره کافي چمتو والی لرو."

بیگا شپه په غزې کې اسرائیلو ٦٠ بریدونه وکړل او فلسطینیانو هم په اسرائیلو باندې د راکټونو ویشتلو ته دوام ورکړ. اسرائیلو اعلا ن وکړ چې بیا به هم د دریو ساعتونو لپاره جگړه ودروي تر څو خلکو ته د سون او خوراکي مواد وویشل شي او دوی وکولی شي ځان ته درمل او روغتیايي مرستې تر لاسه کړي.

خو د هغو کسانو په خبره چې بشري مواد ویشي وايي درې ساعته ددغه کار لپاره کافي وخت نه دی. اسرائیل خپل یو عالی رتبه مامور مصر ته لیږي چې د احتمالي اوربند په خبرو کې برخه واخلي.

داسې ویل کیږي چې د فلسطیني ادارې او د حماس استازي به په جلا جلا ډول په مصر کې وگوري تر څو په غزې کې جگړې ته خاتمه ورکړي.

XS
SM
MD
LG