د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې څلوېښت ېاغېان ووژل شول


د پاکستان پوځ وایی چی د افغانستان د سرحد سره یی د سل گونو یاغیانو یوی حملی ته ځواب ورکړی چی شپږ تنه عسکر او څلویښت یاغیان پکی وژل شوی دی.

چارواکی وایی چی تقریبآ شپږ سوه یاغیانو چی هاونونه، راکټ لانچری او لاسی بمونه ورسره وو د پاکستان د مومندو په اجینسی کی د ملیشو په یوه مرکز باندی حمله وکړه.

د پاکستان پوځ وایی چی اکثره دغه برید کونکی د افغانستان د پولی نه وراوښتی او د مومندو په ایجنسی کی چی د طالبانو او القاعدی مرکز گرځیدلی، د محلی یاغیانو سره یو ځای شوی وو.

امنیتی مامورین وایی چی د څو ساعتونو جگړی وروسته برید کونکی وتښتیدل.

همدا شان افغانستان ته نژدی د پاکستان د باجوړ په سیمه کی یو حکومتی مامور وایی چی یاغیانو د کلی د لږ تر لږه څلورو محافظینو غوږونه غوڅ کړی.

د دی عمل علت نه دی معلوم شویبل پلو، په صوبه سرحد کی حکومتی مامورین وایی چی یاغیانو د محلی حکومت یو مامور امیر لطیف برمته کړی دی. او یاغیانو ته یی درانه تلفات وراړولی دی.

همدا شان په صوبه سرحد کی حکومتی مامورین وایی چی یاغیانو د محلی حکومت یو مامور امیر لطیف برمته کړی دی.



XS
SM
MD
LG