د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل او حماس دواړو د جگړی د دوام هوډ کړی دی


اسرائیلو ویلي دي چې د غزې په تړانگې کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او حماس هم ویلي دي جگړې ته به دوام ورکړي.

تر اوسه پورې په دغو جگړو کې ٨٦٠ فلسطینیان چې نیمايي نه زیات یې ملکي وگړي دي وژل شوي او د اسرائیلو په لورې ١٣ کسان چې په کې درې ملکي وگړي دي وژل شويدي.

د اسرائیلو صدر اعظم اهود المرت د دغه هیواد د کابینې غونډې ته د یکشنبې په ورځ وویل چې اسرائیلو د حماس په ضد په غزه کې کافي پرمختگ کړی دی، خو د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره به خپلې جگړې ته دوام وکړي.

اهود المرت د ملگرو ملتو د امنیت د شورا پریکړه لیک مسترد کړ. په دغه پریکړه لیک کې د اسرائیلو او حماس نه غوښتل شوی دی چې باید اوربند وکړي. المرت وویل یواځې اسرائیل پوهیږي چې څنگه خپل اتباع وساتي.

له بلې خوا حماس هم د اوربند خبره نه مني. د حماس مشر خالد مشعل د اسرائیلو برید هلوکاست وباله چې فلسطینیان یې مجبوره کړل چې د خپلو کورونو او ځایونو نه دفاع وکړي.

مشعل چې د سوریې نه خبرې کول، وویل: "اسرائیلو غوښتل چې د فلسطینیانو مقاومت وځپي، مگر ده د مقاومت د ادامې ژمنه وکړه او زیاته ېې کړه چې دې نه وروسته هیڅ څوک په اسرائیلو دا اعتماد نه کوي چې دغه هیواد سوله غواړي."

مشعل یو ځل بیا د اوربند لپاره د حماس غوښتنې څرگندې کړې او د اسرائیلو نه یې غوښتنه وکړه چې د فلسطین د خاورې نه په شا شي، د غزې محاصرې ته خاتمه ورکړي او غزې ته غزیدلي لارې خلاصې کړي.

په غزه کې د اسرائیلو برید دوام لري. اسرائیلو ویلي دي چې د شپې په اوږدو کې ٦٠ نښې ویشتي دي. په دغو برخو کې حماس فعالیت کاؤ.

په غزې کې عیني شاهدان وايي د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د خلکو په هستوگنځیونو کې د یکشنبې په ورځ نښتې دوام لرلې.

په امریکا کې د حماس د څارنې په نامه ډلې اسرائیل یې په دې تورن کړ چې په غزې کې د سپین فاسفورس نه د وسلې په توگه کار اخیستی دی. دغه کیمیاوي ماده ددې سبب کیږي چې سپینې وریځې د پیاده عسکرو تگ او راتگ ته ستونزې جوړې کړي.

د حماس د څارنې ډله لیکي چې د بین المللي قوانیو لاندې ددې مادې استعمال مجاز دی، مگر سپین فاسفورس کولی شي اور بل کړي او د خلکو په پوټکو کې تڼاکې پیدا کړي نو په همدې سبب د خلکو د گڼې گوڼې په سیمو کې استعمال یې منع دی.

اسرائیل دا خبره نه مني چې منع شوې وسلې استعمالوي.

د حماس د راکټونو بریدونه په دې ورځو کې لږ شوي دي، خو اوس هم دوی په دې قادر دي چې د اسرائیلو په جنوبی برخو کې راکټونه وولي.

د یکشنبې په ورځ هم دغه راکټونه گزار شول.

په عین حال کې ډپلوماتیکي هڅې روانې دي چې جگړه پای ته ورسوي او مصر ددغو هڅو په راس کې قرار لري.

XS
SM
MD
LG