د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن نن په کندهار کې تم شو


د افغانستان په جنوب کې د ایساف د قواو قومندان وايي د امریکا د منتخب جمهور رئیس مرستیال جو بایډن منیځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې نن په کندهار کې تم شو او د ایساف له قواو سره یې ولیدل.

د ایساف د قواو قومندان هغه ته د خپلو فعالیتونو او د قواو د عملیاتو په هکله مالومات ورکړل. سناتور بایډن به وروسته عراق ته ولاړ شي او هلته به له امریکايي ځواکونو سره وویني.

پرون د شنبې په ورځ، ښاغلي باېډن د تقرېبا څو ساعتونو لپاره د جمهور رېس کرزی سره ملاقات وکړ او د افغانستان او امرېکا تر منځ ېې ددوه اړخېزو روابطو او افغانستان سره د امرېکا د مرستو په باب په پوره تفصېل ورسره وغږېده. په دې خبرو کې د طالبانو دماتولو نه علاوه، دواړو په افغانستان کې د امرېکا د حکومت د ابادئ د پروژو په باب هم په تفصیل ورسره وغږېده.

د فرانسې د خبری اژانس د یو راپور په اساس، افغانستان د امرېکا د راتلونکې حکومت لپاره خورا ډېر اهمېت لری او منتخب جمهور رېس بارک اوباما غواړی چه د افغانستان د امنېتی حالاتو ښه کولو ته د نورو ډېرو مهمو مساېلو په جمله کې په سرفرست کې ځای ورکړی.

د فرانسې خبرې اژانس د افغانستان د جمهوری رېاست د مطبوعاتو د دفتر د مسول، هماېون حمېد زاده، له قوله واېې چه د جو باېډن او ښاغلي کرزي خبری د هغه په قول ډېرې مثمرې او گټورې وی.

اژانس واېې چه جو باېډن د جمهور رېس کرزي سره په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د قانون د حاکمېت، د حکومتې ادارو په ټېنگولو او جوړولو، په خاصه توگه دمخدره موادو دتولېد او تجارت دختمولو په اړه ډېر تاکېد وکړ.

XS
SM
MD
LG