د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزی نن د نوې دهلی په لور روان شو


د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی هند ته روان شوی چی د امنیتی مساییلو او اقتصادی همکاری په اړه د هند د صدر اعظم من موهنگ سنگ سره خبری وکړی.

افغان چارواکی وایی چی جمهور ریس کرزی به د مومبای د ترورستی وژونکو حملو په اړه د هند سره خپله خواخوږی وښښی. هغه به د دوشنبی په ورځ بیرته افغانستان ته ستون شی.

افغانستان او هند له یو بل سره ښی اړیکی او مشترکی ستونزی لری چی په پاکستان کی میشته یاغی ډلی په دواړو ملکونو کی حملی کوی.

هند په پاکستان کی میشته یاغیان او پاکستانی حکومتی مامورین په دی تورن کړی چی د مومبای په ترورستی حملو کی یی لاس درلود. په دی حملو کی تقریبآ ٢٠٠ خلک ووژل شول. پاکستان دغه تورونه رد کړیدی.

افغانستان هم و ایی چی په پاکستان کی میشته یاغیان په افغان او نړیوالو قواوو په افغانستان کی حملی کوی.

پاکستان وایی چی د افغانستان په سرحد کی د یاغیانو سره په جگړه بوخت دی.

XS
SM
MD
LG