د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي په نوې دهلي کې د هند صدر اعظم سره خبری وکړی


د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزی په دوه ورځنی سفر هندته تللی دی. هغه به نن ددوشنبی په ورځ د هند له صدر اعظم من موهن سنگ سره ملاقات وکړی چې په اقتصادی همکاری او د ترهگری خلاف جگړه کې ورسره مذاکرات وکړی.

ټاکل شوېده چې ښاغلی کرزی به د هند له خارجه وزېر پراناب مکرجی سره هم کابل ته له راستنېدو نه مخکی ملاقات وکړی.

رپوټ واېې له ښاغلی کرزی سره په دې سفر کې د افغانستان خارجه وزېر رنگېن دادفر سپنتا او د ملی امنېت مشاور زلمی رسول ملگری دی.

رپوټ واېې توقع ده چې افغانستان له هند سره د ېووالی او پېوستون پېغام پر هند باندی د نوومبر د حملونه وروسته اعلام کړی.

رپوټ واېې چې هند او افغانستان له ېوبل سره نېژدی او تودی دوستانه اړېکی لری او ترېوې اندازې پورې دد طالبانو د اندېښنی له امله سره ېوځاې شوېدی ځکه هغوی په پاکستان کې دېره دی او پردواړو هېوادونو باندی حملی کوی.

هند پر پاکستان باندی دا پړه اچوی چې د مومبی په حملو کې حکومتی خلک لاس لری. په دې حمله کې د هند تر ١٧٠ زېات کسان ووژل شول. خو پاکستان دا تورونه ردوی.

افغانستان په پاکستان کې دېره ېاغېان په دې تورن کړېدی چې د افغانستان پر عسکرو او نړېوالو قواو باندی حملی کوی. خو پاکستان واېې چې دوی په خپله هم له دغو ېاغېانو سره د خپل سرحد په اوږدو کې په جگړه بوخت دی.

د افغانستان مشر د ېکشبنی په ورځ نوی ډېلی ته راورسېده. تر دې مخکی هغه په کابل کې د امرېکا د منتخب جمهور رئېس براک اوباما له مرستېال جوباېډن سره ملاقات وکړ.

ښاغلی باېډن د ېکشنبی په ورځ کندهارته سفر کړی و. هغه هلته د منتخب جمهور رئېس براک اوباما هغه ټېنگ ملاتړ او مرسته بېا تکرار کړه چې له افغانستان سره ېې کوی.

جو باېډن په کندهار کې له نړېوالو عسکرو سره هم ملاقات وکړ.

XS
SM
MD
LG