د لاس رسي وړ اتصالات

'د بېړی د مسافرانو د پېدا کولو امکان کم ښکاری'


د اندونېزېا د ترانسپورت وزېر واېې داوېره شته ده چې هغه ٢۴٠ کسان چې په ېوه وړه بېړۍ کې لادرکه دی، د بېړی له چپه کېدلو نه وروسته مړه شوی وي.

دا بېړی د اندونېزېا د سولا وېسی په جزېره کې د ېکشنبی په ورځ په بل مخ اووښتی ده.

عثمان سېافی جمال نن ددوشنبی په ورځ خبرېالانو ته ووېل چې خرابه هوا او د سمندر څپی دا امکان کموی چې په دغه بېړی کې چی اوه سوه ټنه وزن ېې درلود اوډوبه سوه، کوم ژوندی مسافر دی له ٢۴ ساعتونو نه وروسته پېدا شی.

هغه ووېل چې لږ تر لږه ٢٢ ژوندی کسان تر اوسه پورې ژغورل شوېدی. په دې کې د بېړی کپتان هم شامل دی.

ژوندی پاتی شوی کسان واېې چې بېړی هغه وخت په بل مخ واو وښتله چې تقرېبا څلور مېتره لوړو څپو ووهله.

د ترانسپورت وزېر جمال ووېل چې په دې برخه کې تحقېقات دوام لری چې دې بېړی ته د توپان د راتلو د خبرداری سره سره څنگه د حرکت اجازه ورکړل شویده.

په دغه بېړی کې د تقرېبا ٢٥٠ کسانو سفر کاوه او د اولس تنه عمله درلودله.

XS
SM
MD
LG